دید خبرې آژانس: د برېښا شرکت وایي، اوس مهال یې د کابل میشتو د بریښنا ۶۰ سلنه اړتیا پوره کړې ده.
ددغه شرکت ویاند وایي، د برېښنا د پرچاویو د کمښت لپاره یې ځینې پلانونه ترلاس لاندې لري.
د افغانستان د برښنا شرکت ویاند، حکمت الله میوندي و ویل: د دې لپاره هم چې موږ وکړای شو، شته برېښنا مو منظمه او ډاډمنه توزیع کړې وي، موږ استوګنیزو سیمو ته له ۵۵ تر ۶۰ سلنې برېښنا رسوونه کوو او صنعتي پارکونو ته له ۶۰ تر ۶۵ سلنې برېښنا رسوونه کوو.
د بریښنا پرچاوي هغه ننګونه ده چې د پلازمېنې اوسېدونکي او د فابریکو خاوندان تل ترې سر ټکوي.
د کابل یو شمېر اوسېدونکي له مسوولانو غواړي چې دې ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي.
د کابل اوسېدونکی، خالد په دې اړه وايي: اوس چې په کورونو کې کومه برېښنا کاریږي، بازارونو او کارخونو کې چې کومه برېښنا کاریږي، دا چې څومره زیاته وي، هومره ګټوره وي. له اسلامي امارته غواړو چې برېښنا برخه کې څومره پرمختګ کولای شي، و دې کړي.
د کابل یو بل اوسېدونکی، عبدالروف هم وايي: د کرزي له واکمنۍ راهیسې چې شاوخوا ۲۰ کلونه کیږي، موږ برېښنا نه لرو. ټولې نړۍ ته څرګنده ده چې موږ برېښنا نه لرو. افغانستان کې برېښنا نشته او تل پکې پرچاوي وي. موږ په یوه شپه کې څلور ساعته برېښنا لرو.
د ځینو کار پوهانو پر باور، د هېواد د اقتصاد د پرمختګ لپاره برېښنا او د هغې تولید ته اړتیا ده.
د اقتصادي چارو شنونکی، شمس الرحمن احمدزی په دې اړه وايي: په اقتصادي برخه کې ډېر زیات رول ولوبوي او موږ دا کولای شو، زه درته وایم که موږ دوی ته برېښنا ورکړای شو اقتصادي ستونزې هم ورسره تر ډېره راکمیږي. د وزګارتیا کچه به هم صفر شي.
د مسوولانو په وینا، افغانستان د باد، اوبو، لمر او حرارتي سرچینو په ګډون د ۳۱۸ زره میګاواټه بریښنا د تولید ظرفیت لري.