اسلایدشوافغانستانټولنه

افغانستان کې د ګوزڼ د لمنځه وړلو لپاره د نړۍوالو بنسټونو هڅې

د بېل او ملېنډا ګېټس بنسټ د افغاسنتان د روغتیايي سیسټم د پیاوړي کولو او د پولیو د لمنځه وړلو په موخه د یوه پروګرام له پیل خبر ورکړی.

دغه بنسټ زیاته کړې چې د افغانستان د روغتیايي سیسټم لپاره د اړتیا وړ مالي سرچینې برابرې کړي.

د بېل او ملیندا ګیټس بنسټ د نړۍوالې پراختیا څانګې رییس، کرېس الیاس ویلي: د ګېټس بنسټ او د قطر، امارات متحده عربي او سعودي عربستان حکومتونه به د افغانستان د لومړنیو روغتیایي مراقبتونو د ملاتړ لپاره د افغانستان د بیارغونې صندوق له لارې مالي مرسته وکړي.»

  ډاکټر، مجتبی صوفي په دې اړه و ویل: «هغه بهرني هېوادونه چې افغانستان او بېلابېلو ادارو سره مرسته کوي، باید دا پیسې په سمه او دقیق ډول مدیریت شي او په هغو سیمو کې چې واقعاً اړتیا ورته وي، په سمه توګه ولګول شي. موږ باید دې ته ونه ګورو چې څراغ د چا دی، بلکې له رڼا یې ګټه واخلو.»

د ملګرو ملتونو د بشري پالو مرستو د همغږۍ ادارې هم اټکل کړی چې په روان میلادي کال کې ۱۴.۳ میلیونه خلک روغتیایي خدمتونو ته اړتیا لري او د دغو خدمتونو د وړاندې کولو لپاره څه باندې ۲۷۹ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده. 

د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په دې اړه ویلي: اټکلونه ښيي چې په ۲۰۲۵ زېږدیز کال کې به ۱۴.۳ میلیونه خلک روغتیایي خدماتو ته اړتیا ولري، چې له دې ډلې ۲۳.۲ سلنه ښځې، ۵۳ سلنه ماشومان او ۹.۹ سلنه معلولین دي. د دغو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ۲۷۹.۷ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

یو بل ډاکټر، سید عبدالله احمدي بیا وايي: «د عامې روغتیا وزارت ته اړتیا ده چې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو سیسټم ته پرمختګ ورکړي او اغېزناکو پلانونه ترتیب کړي، ځکه چې په افغانستان کې په ډېرو مواردو کې بهرنۍ مرستې او روغتیايي خدمتونه په مساوي ډول په ټول افغانستان کې نه دي وېشل شوي.» 

په ۲۰۲۴ زېږیز کال کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د پولیو د مثبتو پېښو پخلی نه دی کړی، خو د روغتیا نړۍوال سازمان راپور ورکړی چې په همدې کال کې په افغانستان کې د پولیو ۲۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.  

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا