اسلایدشوافغانستانبرگزیدهسیاستمهم مطالبنړۍ

بایډن: افغانستان نور امریکا ته ګواښ نه‌دی

دید خبرې آژانس: د امریکا ولسمشر جو بایډن د خپلې ولسمشرۍ په وروستۍ اوونۍ او ظاهراً په خپل وروستۍ وینا کې ویلي چې، افغانستان د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د ترهګرو پر پټن‌ځای نه‌دی بدل شوی او له دغه هېواده امریکا ته هېڅ ګواښ متوجه نه‌دی.

‌د امریکا ولسمشر جو بایډن په دغې وینا کې زیاته کړې، واشنګټن کولای شي چې، له لېرې افغانستان کنټرول کړي.

د امریکا ولسمشر ویلي:«کله چې، موږ بن لادن له منځه یووړ، د جګړې اصلي موخه ترلاسه شوه. زه پر دې باور یم چې، د القاعدې اصلي ګواښ به په راتلونکي کې نور له افغانستانه نه؛ بلکې له نورو سیمو سرچینه اخلي.»

جو بایډن د خپلې وینا په بله برخه کې زیاته کړه چې، د انګېرونو پرخلاف، افغانستان د امریکا له وتلو وروسته، د ترهګرو لپاره پر خوندي ځای نه‌دی بدل شوی او امریکا په تېرو درېیو کلونو کې له لېرې د افغانستان د کنټرولولو وړتیا ساتلې ده.

د امریکا ولسمشر په دې هکله وايي:«منتقدینو ویل که جګړه پای ته ورسوو، زموږ یووالی به زیانمن شي او بهرني ترهګریز ګواښونه به په افغانستان کې له یوه خوندي پناه ځایه رامنځته شي؛ خو داسې څه ونه‌شول، زموږ ایتلافونه لا هم پیاوړي پاتې دي او موږ د اړتیا پر مهال پر افغانستان او نورو ځایونو د برید کولو له وړتیا کار اخیستی دی.»

ولسمشر بایډن دغه‌راز له افغانستانه د امریکا وتل د خپلې ولسمشرۍ یوه له مهمو لاسته راوړنو ګڼي او وایي چې، په افغانستان کې د امریکا د پراخ پوځي حضور لپاره هېڅ دلیل نه‌و.

د امریکا ولسمشر دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې ټاکل شوې، تر څه کمې یوې اوونۍ به په دغه هېواد کې نوی حکومت خپل کار پیل کړي او تر دې وړاندې د افغانستان سرپرست حکومت د امریکا له نوي حکومته غوښتنه کړې چې، د افغانستان په تړاو پر خپلې تګلارې بیا کتنه وکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا