بایډن په افغانستان کې د امریکايي بندیانو پر ایستلو ټینګار وکړ
دید خبرې آژانس: د امریکا ولسمشر په افغانستان کې د بندي درېیو امریکایي وګړو له کورنیو سره خبرې کړې دي.
بایډن په دغو خبرو کې کور ته د دغو امریکايي وګړو د بیرته ورګرځولو پر ژمنې ټینګار کړی دی.
رویټرز راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر جو بایدن د هغو درېیو امریکایانو له کورنیو سره خبرې کړې دي چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې د اسلامي امارت له لوري په افغانستان کې نیول شوي دي.
رویټرز د سپینې ماڼۍ له قوله ویلي، بایدن په دغو خبرو کې د امریکایانو د خوشې کولو لپاره خپله ژمنه بیا تکرار کړې ده.
تر دې وړاندې ټلگراف راپور ورکړی و، چې د افغانستان سرپرست حکومت له امریکا سره د بنديانو د تبادلې هوکړه تر په واشنګټن کې د نوي حکومت د کار تر پیولو پورې ځنډولې ده
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت هم د بنديانو د تبادلې په تړاو ویلي وو، چې پر دې مسألې خبرې روانې دي، خو تر اوسه کومې پایلې ته نه دي رسېدلي.
په افغانستان کې د نیول شوي امریکایي وګړي رایان کوربټ د کورنۍ غړو هم ویلي چې غواړي د امریکا له منتخب ولسمشر ډانلډ ټرمپ سره په فلوریډا کې وګوري او د کوربټ د خوشې کولو لپاره ترې مرسته وغواړي.
د دغه راپور له مخې، د بایډن حکومت له جولای میاشتې راهیسې له سرپرست حکومت سره مذاکرت پیل کړي دي او موخه یې د محمد رحیم افغاني په نوم د ګوانتامو د زندان له یوه بندي سره د تبادلې په بدل کې د درېیو امریکایي زندانیانو رایان کوربټ، جورج گلزمن او محمود حبیبي د خوشې کېدو د طرحې پلي کول دي.