برېښنا شرکت: د حرارتي برېښنا دستګاوې په ځینو ولایتونو کې فعالې دي
دید خبرط آژانس: د بریښنا شرکت وایي په کابل، فراه، زابل او پکتیکا ولایتونو کې د حرارتي بریښنا د تولید دستګاوې فعالې دي.
د دغه شرکت ویاند وایي چې په پلازمینه کې د حرارتي بریښنا د تولید دستګاه توانیدلې ده چې د کابل میشتو د اړتیا وړ بریښنا یوه برخه پوره کړي.
د افغانستان د برېښنا شرکت ویاند، حکمت الله میوندي په دې اړه وايي: «په افغانستان کې ځینې ولایتونه د حرارتي بریښنا سرچینې لري، چې له هغې منځه د زابل، کندهار، فراه، پکتیکا او نورو ولایتونو نومونه اخیستلای شو، چېرې چې د برېښنا شبکه نه ده رسېدلې او د حرارتي برېښنا څخه استفاده کېږي.»
د ځینو کارپوهانو په باور، په افغانستان کې د انرژۍ د تولید لپاره لوی ظرفیتونه شته، او که په دې برخه کې ګام پورته شي، افغانستان به د برېښنا په تولید کې ځانبسیاینې ته ورسېږي.
د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو لمخې، افغانستان د اوبو له سرچینو د ۲۳ زره میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت، د باد له سرچینو د ۶۷ زره میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت، د لمر له سرچینو د ۲۲۲ زره میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت او له حرارتي سرچینو د ۶ زره میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري.