فطرت: په بلوچستان کې د دا/عش د مرکزونو په اړه شواهد لرو
دید خبرې آژانس: د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي چې، دا/عش ډلې د پاکستان تر حاکمیت لاندې د فعالیت جواز ترلاسه کړی دی.
ښاغلی فطرت د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ادعاوې ردوي او وايي چې، د پاکستان په بلوچستان کې د دا/عش د حضور په تړاو شواهد لري.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال په دې هکله زیاتوي:«د داعش د تمویل، تتریب او تولید مرکزونه په بلوچستان او د پاکستان په ځينو نورو سیمو کې دي او فعالیت لري.
او داسې ښکاري چې، د دوی تر چتر لاندې د فعالیت کولو اجازه یې هم ترلاسه کړې وي او تخریبي اعمال ترسره کوي. دغه هر څه مستند دي او شواهد یې په لاس کې لرو. او د پاکستان دننه امنیتي او نورې پېښې، دا د هغوی کورنۍ موضوع ده، هغه په افغانستان پورې اړه نهلري.»
تر دې مخکې، د پاکستان دفاع وزیر ادعا کړې وه چې، ځینې ترهګرې ډلې، له هغې منځه د دا/عش خراسان څانګه د افغانستان په خاوره کې فعالیت لري.
خواجه محمد اصف ویلي:«د ملګرو ملتونو د څارونکي ډلې د وروستي راپور له مخې، د پاکستان د طا-لبانو د تحریک، القا/عدې، او د دا/عش خراسان څانګې په ګډون په افغانستان کې لسګونه ترهګرې ډلې فعالیت کوي. افغانستان په ۲۰۲۴ کال کې د دا/عش خراسان څانګې د جذب او اسانتیاوو مرکز پاتې شو.»
د دواړو خواوو ترمنځ لفظي ترینګلتیاوو د پاکستاني ځواکونو له لوري د پکتیکا ولایت پر برمل ولسوالۍ له هوایي بریدونو وروسته زور واخیست.
پرون پاکستان د کونړ ولایت پر یوې برخې توپخانه یي برید وکړ چې، اسلامي امارت وغانده.