Uncategorizedاسلایدشوافغانستانسیاسي

شریف د نجونو د زده‌کړو په برخه کې نیوکه وکړه

دید خبرې آژانس:په اسلامي ټولنو کې د ښځو زده‌کړې؛ ننګونې او فرصتونه تر سرلیک لاندې د اسلامي هېوادونو دوه ورځنۍ غونډه پرون (شنبې)  په اسلام‌اباد کې پیل شوه.

په دې غونډه کې د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وایي چې، پر ښځو او نجونو د زده‌کړو بندیز، هغوی یې روښانه راتلونکي ته له لاسرسۍ بې‌برخې کړې دي.

د پاکستان لومړي وزیر په دې هکله زیاته کړې چې، پاکستان او اسلامي نړۍ د نجونو لپاره د زده‌کړو برابر حق د تامین په برخه کې له ننګونو سره مخ دي.

شهباز شریف همدارنګه ویلي:«له بډای میراث سره سره، اسلامي نړۍ په ځانګړې توګه پاکستان د نجونو لپاره د عادلانه زده‌کړو د تضمین په برخه کې له لویو ننګونو سره مخ دی. له زده‌کړو د نجونو محرومول له غږ او انتخاب د هغوی د محرولو په څېر دي. او دغه‌راز له روښانه راتلونکي د هغوی بې‌برخې کول دي.»

دغه غونډه د «د اسلامي نړۍ د پیوستون ټولنې» په نوښت د پاکستان په پلازمېنه کې جوړ شوې چې، په‌کې د اسلامي هېوادونو استازي، د بشري حقونو فعالان او د اسلامي همکاریو سازمان سرمنشي ګډون لري او د اسلام په رڼا کې د نجونو د زده‌کړو پر رول او اهمیت بحث کوي.

د اسلامي نړۍ د پیوستون ټولنې د اعلامیې په یوې برخه کې راغلي:«دغه نوښت د اسلامي نړۍ د پیوستون ټولنې په مشرۍ د اسلامي پوهاوي د لوړولو او د هغو پروګرامونو د پلي کېدو په موخه ترسره کېږي چې، له اساسي موخو سره سمون لري. د اسلامي نړۍ د پیوستون ټولنه د دې غونډې اصلي تنظیموونکې ده چې، د شیخ ډاکټر محمد العیسی لخوا تنظیمېږي.»

زده‌کړیاله راحله په دغې غونډه کې د بحثونو د اغېزو په تړاو وايي:«له دغې غونډې زموږ غوښتنه او هیله دا ده، هغه بحثونه چې، په دغې غونډه کې کېږي، عملي اړخ ولري.»

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا مخکیني ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد په پاکستان کې د نجونو د زده‌کړو په تړاو د اسلامي هېوادونو جوړه شوې غونډه د سرپرست حکومت پر وړاندې یوه تبلیغاتي هڅه بللې او ویلي یې دي چې، دا مسئله یوازې د افغانانو خپل مسوولیت دی.

د غونډې په څنډه کې د پاکستان لومړي وزیر د اسلامي همکاریو سازمان له سرمنشي او د اسلامي هېوادونو د پیوستون ټولنې له سرمنشي سره د افغانستان په تړاو خبرې کړې دي.

که څه هم سرپرست حکومت دې غونډې ته بلل شوی و؛ خو د پاکستان د پوهنې د وزیر په وینا، په دې غونډه کې د سرپرست حکومت هېڅ استازي ګډون نه‌دی کړی.

د پاکستان د پوهنې وزیر خالد مقبول صدیقي ویلي:«موږ افغانستان ته بلنه ورکړې وه؛ خو د افغانستان د حکومت هېڅ استازي په غونډه کې حضور نه‌درلود. له دې سره سره، د بېلابېلو سازمانونو استازي چې، په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو په برخه کې فعالیت کوي، په دې غونډه کې ګډون کوي.

په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر زده‌کړو بندیز له هغو مسایلو ده چې، په تېرو درېیو کلونو کې له بېلابېلو نیوکو سره مخ شوی دی.

Back to top button