اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د اړمنو کورنیو لپاره زر سرپناوې د هېواد په ۹ ولایتونو کې جوړې شوي

دید خبرې آژانس: د هېواد شمال او شمال ختیځو نهو ولایتونو کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په مالي ملاتړ د ۴۰۷ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۱۲۰ کورونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

دغه کورونه دوه خونې، یو دهلیز او یو تشناب لري چې پر جوړولو یې ۳۵۰ زره افغانۍ لګول شوې دي.

په شمال او شمال ختیځ زون کې د پلې کوونکې موسسې مسوول، مصطفی نورزي و ویل: «اکرو موسسې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ په مرسته د هېواد په ۹ ولایتونو کې یو زر او ۱۲۰ سرپناوې جوړې کړې دي. د دغو پروژې ټولیزه بودیجه شاوخوا ۴۰۷ میلیونه افغانۍ ده، او دغه سرپناوې دوه خونې، یو دهلېز او یو تشناب لري.»

د جوزجان د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس، امان الله طلحه هم وايي: «نن په جوزجان کې د اکرو موسسې له لوري چې د هغې تمویل د کډوالو عالي کمېشنري کوي، ۱۱۱ کورونه تطبیق کېږي، چې هم په قوش تېپې ولسوالۍ او هم په آقچه ولسوالۍ کې دي.»

د مسوولینو د معلوماتو پربنسټ ددغو کورونو جوړولو پرمهال درې زره او ۵۰۰ فني او غیر فني کارګرانو ته د کار زمینه برابره شوې وه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا