حقاني: سیمکارټونه تر کنټرول لاندې دي
دید خبرې آژانس: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست وايي په افغانستان کې کارول کېدونکي سیم کارتونه په بشپړ ډول د دوی په کنټرول کې دي.
نجیب الله حیات حقاني چې پروان کې د ځوانانو یوې فراغتغونډې ته خبرې کولې زیاته کړې چې په شپاړس ولایتونو کې یې ځوانانو ته د ظرفیت لوړونې زده کړې مرکزونه جوړ کړي دي.
ښاغلي حقاني و ویل: سیمکارټ هغه ذریعه ده چې باید دا د یوه سړي د شناخت اساس وګرځول شي. کله چې د تذکرې مسله په منځ کې نه وي، باید خامخا دغه سیمکارټ د سړي د پیژندګلو ذریع شي. لکه نن تاسې ګورئ، څه لږ تکلیف به ځینو خلکو ته رسېدلی وي خو سیمکارټ په بشپړ ډول کنټرول شو.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست دغه راز زیاتوي چې د هېواد شپاړس ولایتونو کې د ځوانانو ظرفیت لوړولو لپاره د زده کړې مرکزونه جوړ کړي دي.
د پروان والي، محمد ادریس انوري هم وايي: «ټکنالوژي هغه وخت زموږ لاس ته راځي کله چې په نړۍواله کچه یې وخت تېر شوی وي او نور د استعمال وړ نه وي، بیا موږ ته رسېږي. موږ باید په دې برخه کې خپل اقدامات ترسره کړو.»
ځینې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست له دغه زده کړې مرکز فارغ شوي ځینې ځوانان په مرکز او ولسوالیو کې د ښوونیزو ټولګیو د جوړولو برخه کې د همکارۍ غوښتنه کوي.
تازه فارغ شوی، سید اسرار په دې اړه وايي: «هغه موضوعات چې زموږ په زده کړو کې شامل وو، د ورډ، اېکسل، وینډوز او همدارنګه د انټرنېټ د کارولو څرنګوالی وو.»
عبدالواحد، یو بل د پروان اوسېدونکی، وايي: «موږ اوس یو ټولګی لرو او له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوو چې د دې ټولګیو شمېر زیات کړي. باید په هره ولسوالۍ کې یو ټولګی موجود وي.»
د مسوولینو د شمېرو پربنسټ په تېرو دوو کلونو کې ددغه ولایت ۲۰۰ تنو ځوانانو د کمپیوټر، انګلیسي ژبې زده کړې سندونه ترلاسه کړي دي.