اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش
ملی دفاع وزارت: د ۲۰۷ الفاروق په قول اردو کې لسګونه وسایط ترمیم شوی
دید خبرې آژانس: ملي دفاع وزارت د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د تخنیکي ټیمونو له لوري د لسګونه وسایطو د ترمیم خبر ورکړی دی.
یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ۲۰۷ الفاروق قول اردو په درېیمه لواء کې د تخنیک امریت د مسلکي پرسونل په هڅو سره په تېرو درېیو میاشتو کې ۸۹ عرادې بېلابېل ډول پوځي وسایط ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شوي دي.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې په دغو وسایطو کې ۳۴ هاموې ټانګونه، ۳۷ انټرنیشنل، ۴ امبولانس،۳ ټیلر، یو لوډر بابکت، ۲ فورکلفت، یو ټانکر، ۲ کرینګ، ۳ د اور وژنې موټر او ۲ ډمټرک شامل دي.
د یادونې وړ ده، چې د یاد وزارت تخینکي ټیمونو تر دې وړانډې هم زرګونه وسایط او سپکې او درنې وسلې ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو کړې وې.