اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیا

د افغانستان بانک نن ۱۵ ميليونه امریکايي ډالر ليلاموي

دید خبرې آژانس: د افغانستان بانک د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت د کمښت په موخه، نن د چهارشنبې په ورځ د روان کال د مرغومي په ۱۹مه، (۱۵) میلیونه امریکايي ډالره د لیلام په ډول پلوري.

دغه بانک د یوې خبرپاڼې په استولو سره، په شرايطو برابر له ټولو صرافانو او تجارتي بانکونو څخه غوښتي، چې په دغو داوطلبيو کې دې ګډون وکړي او د داوطلبۍ ګټونکي یې مکلف کړي چې خپل حسابونه د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي.

په خبرپاڼه کې دغه راز يادونه شوې ده چې د معاملــو قسمي ترسره کول مجاز نه دى او د ليلام ګټونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى نغدې او یا هم په حوالــــې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحويلې کړي.

تېره مياشت هم د افغانستان بانک د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت د کمښت په خاطر ۱۶ میلیونه ډالره وپلورل.

د افغانستان بانک، نن په بازار کې د یوه امریکايي ډالر پر وړاندې د ۷۱.۱۴ افغانیو د تبادلې خبر ورکړی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا