اسلاماباد کې د نږدې ۸۰۰ افغان کډوالو نیونو ته پراخ غبرګونونه
دید خبرې آژانس: په اسلاماباد کې د اسلامي امارت سفارت وايي چې، د پاکستان پولیسو د دغه هېواد په پلازمېنه اسلاماباد کې، تر اوسه ۸۰۰ افغان کډوال نیولي دي.
د اسلامي امارت د سفارت سرپرست سردار احمد شکېب وايي چې، په نیول شویو کسانو کې داسې کسان هم شامل دي چې، وېزه او د استوګنې کارتونه لري.
ښاغلی شکېب زیاتوي:«دغه کسان چې، اوس یې شمېر کابو د ۷۰۰ او ۸۰۰ تنو ترمنځ دی، نیول شوي حتا ځينې داسې دي چې، کورونه یې پلټل شوي او له کورونو رایستل شوي دي. دوی په هغه سنتر کې ساتل کېږي چېرته چې مخکې یې هم افغانان بیول.»
افغان کډوال وايي چې د پاکستان پولیس شپه او ورځ د دوی په لټه کورونه پلټي.
پاکستان کې افغان کډوال شیرین وايي:«په هغې سیمه کې چې موږ مېشت یو، یو شمېر ښځې او ماشومان یې په بې رحمۍ بوتلل او پنډغالو ته یې ولېږدول چې، له بده مرغه یوې ښځې په پنډغالي کې قلبي سکته وکړه.»
په پاکستان کې د افغان کډوالو د شورا غړي عبدالله محمد هم وویل:«له شپږو ورځو راهیسې پر افغان مېشتو سیمو شپه او ورځ د پاکستان د پولیسو ډلهییز بریدونه پيل شوي. پولیسو د کډوالو کورونو ته راځي.»
بلخوا د بښنې نړۍوال سازمان، د خبریالانو د ملاتړ سازمان او د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغان کډوالو پر نیول کېدو اندېښنه څرګنده کړې او له پاکستانه یې غوښتي چې، نیونې او د کډوالو جبري ایستل ودروي.
د بښنې نړۍوال سازمان د افغان کډوالو د نیولو په هکله ویلي:«موږ له پاکستاني چارواکو غواړو چې، دا پرېکړې ژر ترژره لغوه کړي، او له ځنډ پرته د کډوالو د حقونو د ملاتړ لپاره د بشري حقونو له قوانینو سره سم قوانین تصویب کړي او د کډوالو د وضعیت په تړاو د ۱۹۵۱ کال د کنوانسیون او اړوندو پروتوکولونو غړیتوب ترلاسه کړي.»
د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم وايي:«زه موافق یم، د پاکستان چارواکي باید د افغان کډوالو ناقانونه ځورونې او ایستنې ودروي.»
ورته مهال، د دفاع وزارت لوی درستیز فصیحالدین فطرت د کډوالو له کوربه هېوادونو وغوښتل چې، پر هغوی له ظمه لاس واخلي.
په پاکستان کې د افغان کډوالو نیونې په داسې حال کې زیاتې شوي چې، په وروستیو ورځو کې د افغانستان او پاکستان اړیکې ترینګلې شوي او د ډیورند فرضي کرښې په اوږدو کې له یو بل سره نښتې هم لرلې دي.