اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیا

اسلامي امارت سیمې هېوادونو ته د کارګران استوی

دید خبرې آژانس: د کار او ټولنیزو چارو وزارت قطر، متحده عربي اماراتو، ترکیې او سعودي عربستان ته د کارګرو له استولو خبر ورکوي.

د اسلامي امارت رهبر امر کړی چې د سیمې هیوادونو ته د ماهرو کارګرو د استولو لړۍ چټکه شي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند وایي، د سیمې هیوادونو ته د افغان کارګرانو د استولو بهیر د چټکتیا لپاره یې له یو شمیر امارتي بنسټونو سره غونډه کړې ده.

د دغه وزارت ویاند، سمیع الله ابراهیمي وايي:  «د لارې بهرنیو هېوادونو ته کارګرانو د قانوني لیږد له ، د زرګونو افغان کارګرانو لپاره په دغو هېوادونو کې د کار فرصتونه برابرېږي. دغه وزارت په دې برخه کې د قطر، ترکیې، متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان له اړوندو چارواکو سره په اړیکه کې دی، څو د افغان کارګرانو لپاره مناسبه کاري شرایط برابر کړي.»

اسماعیل چې خپلې کورنۍ ته د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو لپاره د هر ډول درانه کار ترسره کولو ته چمتو دی وايي: «هر ډول کار چې پيدا شي، موږ ورته چمتو يو چې کار وکړو. موږ توان لرو چې خدمت وکړو او زحمت وباسو.»

د دغو کارګرانو په منځ کې داسې کسان هم شته چې، هره ورځ له سهاره تر ماښامه د کار د موندنې په تمه تېروي.

کارګر، محمد ظریف و ویل: «موږ بېکاره یو. هر سهار راځو، دلته تر مازیګر پاتې کېږو او بیا تش لاس کور ته بېرته ځو. نه کار شته او نه روزګار، ژوند ډېر سخت دی.»

بل کارګر، رشاد وايي: «هر ډول کار وي، موږ تیار یو چې ترسره یې کړو، خو د کار فرصتونه ډېر لږ دي. موږ ځوان او ځواکمن یو، خو زموږ لپاره د کار زمینه نه برابریږي.»

د دغې غونډې په پای کې د کار او ټولنیزو چارو، بهرنیو چارو، کورنیو چارو او عامې روغتیا وزارتونو او د احصایې او معلوماتي د ملي ادارې تر منځ پنځه اړخیزه هوکړه جوړه شوې او لمخې به یې یادې ادارې نورو هېوادونو ته په مصون ډول د افغان کارګرانو د استونې په تړاو خپل مسوولیتونه او مکلفیتونه ترسره کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا