Uncategorizedاسلایدشوافغانستانراپور

ندیم: رسنۍ کولای شي د نظام او ملي ګټو په ساتنه کې رغنده رسالت ادا کړي

دید خبرې آژانس: د سرپرست حکومت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست نداء محمد ندیم، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د هېواد د یو شمېر رسنیو له استازو او مسئولینو سره په ناسته کې، د هغوی ستونزې او وړاندېزونه اورېدلي دي.

د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو له مخې؛ د ناستې په پیل کې مولوي نداء محمد ندیم په ټولنه کې د رسنيو پر رول خبرې کړې او ويلي يې دي: “که رسنۍ خپل رسالت په ښه او ریښتینې توګه ادا کړي، نو دا به د ملت او نظام لپاره د خیر سبب وګرځي؛ په ټولنه کې به اتحاد او تفاق رامنځ ته شي او د حکومت او ملت ترمنځ به د پل حیثیت خپل کړي”.

هغه زیاته کړې ده: “رسنۍ د هېواد وګړو ته د عامه پوهاوي او تعلیمي برنامو ترڅنګ، کولای شي د نظام او ملي ګټو په ساتنه او وګړو ته د مثبت پيغامونه په رسولو کې رغنده مسئولیت او رسالت ادا کړي”.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د رسنیو له مسئولینو او استازو څخه غوښتي چې په خپلو چارو کې له دقت، توازن او پوره صداقت کار واخلي، څو په ټولنه کې د رسنیو اعتماد او باور پر ځای پاتې شي. دغه راز د اسلامي ژورنالیزم مسلک او د موجوده نظام له پالیسۍ سره سمې خپرونې وکړي، په خبرونو او خپرونو کې له افترا، توهین او دروغو خپرولو څخه چې په هېڅ دین کې ځای نلري؛ ډډه وکړي.

دغه راز د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئيس مولوي نعیم الحق حقاني، د لوړو زده کړو وزارت او رسنیو ترمنځ د همغږۍ او پوره همکارۍ ستاینې کړې او د رسنیو له مسئولینو او استازو يې مننه کړې چې تل له حکومت سره همکاري او د اسلامي نظام او ملي ګټو لپاره هڅه کوي.

د ناستې په پای کې، د رسنیو يو شمېر استازو هم خپل وړاندېزونه او غوښتنې شريکې کړې چې د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست له لوري د هغوی وړاندېزونو ته په پام کې نیولو سره د همکارۍ ډاډ ورکړل شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button