اسلایدشوافغانستانتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

په ‏هېواد کې د انټرنټي او مکالماتي بیې راټیټې او عملي شوې

دید خبرې آژانس: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مسئولينو، په ‏هېواد کې د انټرنټي، مکالماتي او «اس‌ام‌اس» بیو د راټیټېدو خبر ورکړی دی.

د دغه وزارت ویاند عنايت الله الکوزي نن په خپله «اکس» ټولنیزه شبکه کې ليکلي دي: “د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت میاشت مخکې، د هېوادوالو د غوښتنې او د مخابراتي مارکېټ له ارزونې وروسته؛ د مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې نوې بیې اعلان کړې او مخابراتي شبکو ته یې یوه میاشت مهلت ورکړ چې نوې ټاکل شوې بیې په خپل سیسټم کې ځای پر ځای او د ۲۰۲۵م کال د جنوري میاشتې په لومړۍ نېټه یې پلي کړي.”

الکوزي زياته کړې چې له اعلان سره سم، نن د ۲۰۲۵م کال د جنورۍ میاشتې لومړۍ نېټه ده او په ټول هېواد کې نوې ټاکل شوې بیې پلې شوې او هېوادوال کولای شي مخابراتي شبکو ته له نویو ټاکل شویو بیو څخه ګټه پورته کړي.

ويل شوي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت، د هېوادوالو د غوښتنې او په مخابراتي مارکېټ کې د سالم رقابت په موخه، د مخابراتي شبکو له ارزونې وروسته دوه ځلې بیې راټیټې او پلې کړې او همدا رنګه د هېواد لرو پرتو سیمو لپاره یې ګڼ شمېر مخابراتي سایټونه پلان کړي چې اوس یې د تطبیق چارې روانې دي.

هېره دې نه وي چې د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظيم ادارې (اترا) ادارې له لوري مخابراتي شبکو ته د يو «جي‌بي» انټرنټ د مياشتۍ کڅوړې بيه ۹۵ افغانۍ، د مخابراتي شبکو د خپل‌منځي نښلونې فيس ۰.۵۰ افغانۍ، د شبکې دننه د يوې دقيقې بيه ۱.۳۰ افغانۍ، له يوې شبکې څخه بلې ته د يوې دقيقې بيه ۱.۴۰ افغانۍ او دغه راز د شبکې دننه د يو ليکلي پيغام بيه ۱.۳۰ افغانۍ او له يوې شبکې څخه بلې ته د يو ليکلي پيغام بيه ۱.۴۰ افغانۍ ټاکل شوې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا