اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

د کډوالو وزارت او یوناما د استازو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

دید خبرې آژانس: د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت استازو په افغانستان کې د یوناما له استازو سره غونډه کړې ده.

یاد وزار د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دغه غونډه کې د وزارت کاري پلانونو شریکولو او د ملګرو ملتونو د مرستیالۍ پلاوي سره په دې برخه کې د همغږۍ په اړه خبرې اترې شوې دي.

سرچینې زیاته کړې، چې د یاد وزارت د راستنېدنې او بیا مېشتېدنې رییس مولوي شکر الله شاکر په دغه کتنه کې ویلي:«د دې وزارت او مؤسسوو لومړی کار دادی، چې د راستنېدونکو او بې ځایه شویو ستونزو د حل په موخه په ګډه او همغږۍ کار وکړي».

په خبرپاڼه کې همدرانګه ویل شوي، چې د یوناما استازو هم په دغه غونډه کې د وزارت چارواکو ته د همکارۍ ډاډ ورکړی او ویلي يې دي؛ موږ هڅه کوو، چې د هېواد د خلکو په ځانګړې توګه د راستنېدونکو او بې ځايه شويو سره مرسته وکړو، څو د هغوى ستونزې په همغږۍ او همکارۍ سره هوارې شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا