اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

له پاکستانه د افغان کډوال د ایستلو بیا پیلیږی

دید خبرې آژانس: د پاکستان د حکومت له لوري ناقانونه افغان کډوالو ته د ټاکل شوې مودې له پای ته رسېدو سره سم، ځینو پاکستاني رسنیو د هغو افغان کډوالو د اېستلو د احتمال خبر ورکړی چې د ای سي سي کارتونه لري.

د راپورونو لمخې، یو شمېر افغان کډوال د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د پولیسو له خوا نیول شوي دي.

پاکستانی خبریال، طاهر خان وايي: ځينې افغانان چې د هغوی د اسنادو له امله هغوی ته ویل شوي وو او د پولیسو له لوري غوښتل شوي وو. هغوی یې له ځان سره پاتې کړي وو، یانې هغوی ته بیا اجازه نه وه چې بېرته خپلو ځایونو ته ولاړ شي. 

که څه هم تر اوسه پورې د پاکستان حکومت د افغان بې اسنادو کډوالو د اېستلو په تړاو څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي وو چې د ۲۰۲۴ کال تر پای ته رسېدو وروسته به په اسلام آباد کې هغو افغانانو ته د اوسېدو اجازه ورنه کړي چې قانوني اسناد نه لري.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا