په کابل کې د شاه او عروس بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
دید خبرې آژانس: سرپرست حکومت د انرژۍ او اوبو وزارت نن (د مرغړمي ۱۱مه) د شاه و عروس بند ګټه اخيستنې ته وسپاره.
د اوبو او انرژۍ وزیر عبداللطیف منصور په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې ويلي چې دا بند به په کابل کې د اوبو د کمښت ستونزه حل کړي.
د هغه په وينا، د دغه بند په جوړولو څه دپاسه ٢۵٠ ميليونه ډالره لګښت راغلى، چې د کابل د ٢٠زره اوسېدونکو لپاره د څښاک اوبه برابروي او ٣زره۵٠٠ هکټاره کرنيزه ځمکه خړوبوي.
په ورته وخت کې د رياست الوزراء اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر ګټه اخيستنې ته د دغه بند سپارل د هېواد د اوبو د مدیریت لپاره یو مهم ګام وباله.
ښاغلي برادر زیاته کړه:« د څو لسیزو جګړو له امله په معاصر تاریخ کې د هېواد د اوبو په برخه کې بنسټیز کار نه دی شوی.
اسلامي امارت د شاه او عروس بند چارې چې د ۱۳۸۹ هجري لمریز کال کې پيل شوې وې په مسلکي توګه بشپړې کړې.»
له بلې خوا د رياست الوزراء اداري مرستيال عبدالسلام حنفي د شاه و عروس بند د ګټه اخيستنې ته د سپارلو په مراسمو کې وويل چې د هېواد د اوبو د مديريت لپاره يې ځانګړي پروګرامونه تر لاس لاندې نيولي دي.
ښاغلی حنفي وايي:« په داسې حال کې چې د اقلیم په بدلون کې د افغانستان ونډه صفر ده. خو د دې پدیدې لخوا ډېر زيان ويني. د اقلیم د بدلون له امله د وچکالۍ په مخنیوي کې د بندونو جوړول اغېزمن دي او اسلامي امارت په دې برخه کې ځانګړي پروګرامونه لري.»
د يادونې ده، چې د دغه بند د جوړولو چارې په ١٣٩١ لمريز کال کې د افغانستان د پخواني حکومت پر مهال پيل شوې وې. خو د هغه څه له امله چې د هېواد پخواني چارواکي تخنيکي ستونزې بولي، په همدې کال کې يې کار ودرول شو.
د افغانستان مخکني حکومت د ۱۳۹۹ هجري لمریز کال د دلوې په ۲۰مه اعلان وکړ چې د شاه او عروس بند به د ۱۴۰۰ لمریز کال د وري تر میاشتې پورې د اوبو اخيستلو ته چمتو شي. د پخواني رژيم له نسکورېدو او د اسلامی امارت د واک له بيا ټينګښت وروسته د دې برخې پاتې کار د سرپرست حکومت له خوا د وخت په تېرېدو سره بيا پيل شو.
د شاه او عروس بند ظرفيت
د شاه او عروس بند د کابل په شکردره ولسوالۍ کې موقعیت لري چې د ۹،۳ میلیونه متر مکعب اوبو د ذخیره کولو او د ۱.۵ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري.
د افغانستان د پخواني حکومت د چارواکو په وینا دغه بند به د برېښنا د تولید ترڅنګ ۳زره۵۰۰ هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبه کړي.