اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

نبیل:کندهاري طا-لبان خپلې کړنې به ترهګریزو فعالیتونو ته واړوي

دید خبرې آژانس: د تېر حکومت د ملي امنیت پخوانی مشر رحمت الله نبیل د سرپرست حکومت خپلمنځیو اختلافاتو او په افغانستان کې د دا/عش ډلې فعالیتونو ته په اشارې سره وایي، چې که کندهاري طا-لبان له مرکزي واکه ګوښه کړل شي، دوی به خپلې کړنې ترهګریزو فعالیتونو ته واړوي.

نبیل ویلي، چې له واک څخه د کندهاري طا-لبانو لرې کېدل به د افغانستان په داخل کې د نویو شخړو او جګړو او د سیمې لپاره د ناامنیو لامل شي.

نوموړی همداراز وایي، چې حقاني شبکه د پاکستان لپاره ستراتیژیکه وسیله ګڼل کېږي او که د افغانستان واک ورکړل شي، نو دا به پاکستان او ځینې نورو سیمه‌ییزو هېوادونو ته د اوږدمهاله ګټې په موخه ترسره شي.

ښاغلی نبیل زیاتوي: «د طا-لبانو ترمنځ اختلافات، په ځانګړې توګه د حقاني شبکې او کندهاري طا-لبانو ترمنځ، د دې ډلې د داخلي کمزورۍ نښه ده. سره له دی چی دا اختلافات تر اوسه یو ستراتیژیک پړاو ته نه دی داخل شوی، خو د نړۍ پرېکړه به په دې اړه چې څوک واکمن پاتې کېږي، د څو اړخونو پورې تړاو ولري.»

د ملي امنیت یاد پخواني مشر ویلي، چې د سیاسي اجماع له پلوه د نړۍوالو په ځانګړې توګه د سیمه‌ییزو او نړۍوالو ځواکونو لکه پاکستان، چین، روسیې، او امریکا نظریات او ګټې د دې پرېکړې مهم اړخونه دي.

د رحمت الله نبیل په خبره، که طا-لبان داخلي ثبات له پامه وغورځوي او خپلمنځي اختلافات مدیریت نه کړي، نو نړۍواله ټولنه ښایي د دوی پر ځای د بلې طرحې ملاتړ وکړي، لکه ټولګډونه حکومت.

ښاغلی نبیل وايي؛ که څه هم د نړۍوالې ټولنې لپاره ټولګډونه حکومت د حل لار ښکاري، خو د طالبانو سخت دریځه به دې بهیر ته غاړه کېنږدي.

د هغه په وینا، د ټولګډونه حکومت جوړېدل به د کورنیو اختلافاتو د لا زیاتېدو او ان د دې لامل شي، څو د طا-لبانو یوه برخه له دا/عش سره یو ځای شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا