اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

معلولینو وزارت: ۸۵ سلنې معلولینو، کونډو او یتیمانو ته حقوق ورکوو

دید خبرې آژانس: د شهیدانو او معلولینو وزارت وایي، د ۸۵ سلنې معلولینو، یتمیانو او کونډو میاشتني حقوق ورکوي.

د دغه وزارت ویاند زیاتوي چې اوس مهال ۶۵۰ زره معلولان له دغه وزارت سره ثبت دي او هغه کسان چې د دغه وزارت د قانون پر شرایطو برابر نه وو د یاد وزارت له نوملړه ایستل شوي دي.

د شهیدانو او معلولینو وزارت ویاند، فیصل خاموش وايي:” ځینې هغه کسان چې زموږ د پروګرام د اصولو او قانون سره برابر نه وو، له لېسته لرې کړای شول، لکه هغه یتیمان چې بالغ شوي دي یا هغه یتیمان او معلولین چې اقتصادي وضعیت یې ښه دی او د مالدارو کورنیو سره تړاو لري”.

اته دېرش کلن محمد انور چې د یوې شپږ کسیزې کورنۍ غړی دی، د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو لپاره د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ته راغلی دی.

هغه وايي، له يو کلنۍ راهيسې يې پښه فلج شوې ده، د نوموړي په وینا، په ژوند کې ډېر کله له ستونزو سره مخ شوی دی.

محمد انور و ویل:” موږ دلته مراجعه وکړه چې معلومه کړو ولې په ۱۴۰۲ کال کې زموږ بایومتریک وشو، کارت راکړل شو، شپږ میاشتې معاش راکړل شو، خو نور یې بند شو. موږ ډېرې ستونزې لرو، معیوب یو او راغلي یو چې د خپل معاش پوښتنه وکړو، خو بیا یې راته وویل چې تر ۱۴۰۴ پورې انتظار وکړئ”.

عصمت الله او د هغه خویندې هم د شهیدانو او معلولینو چارو زوارت ته راغلي دي.

هغوی وايي، مياشتنى حقوق يې درې زره افغانۍ دى او له وزارته غواړي، چې په ژمي کې باید وروسره نغدي مرسته وشي.

عصمت الله وايي:” موږ درې ځله معاش ترلاسه کړی دی، چې میاشتنی درې زره افغانۍ راکوي. درې دورې مو ترلاسه کړې دي، چې د شکر ځای دی. اوس دلته راغلي یو چې که څوک زموږ سره د خوراکي توکو په برخه کې مرسته وکړي”.

حمیرا هم وايي:” موږ غوښتنه کوو چې له موږ سره مرسته وشي، که هغه د خوراکي توکو وي، یا لرګي، یا سکاره. له دوی غوښتنه کوو چې موږ سره مرسته وکړي”.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شمېرو له مخې، په دغه وزارت کې ۶۵۰ زره کسان ثبت دي، چې ۱۹۰ زره یې معلولین، ۹۴ زره یې کونډې او ۳۷۰ زره یې یتیمان دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا