اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

کرنې وزارت: د زعفرانو حاصلات زیاته شوي

دید خبرې آژانس: د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وایي چې په هیواد کې د زعفرانو حاصلات د تیر کال په پرتله زیات شوي دي.

د زعفرانو د حاصلاتو د زیاتوالي لامل د باران زیاتوالی، د زعفرانو د کښت او راټولونې لپاره د نویو کړنلارو تجربه کول او کروندګرو ته د رعفرانو د نویو بوټو ویشنه بلل کیږي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند، مصباح‌الدین مستعین وايي: له دغو کروندو څخه په ټوله کې شاوخوا ۴۰ مټریک ټنه زعفران راټول شوي دي چې هرات ولایت له تولید لمخې مخکښ دی ځکه ۹۰ سلنې یې له هراته دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه په نړۍوالو بازارونو کې د افغانستان د زعفرانو ارزښت ته په اشارې سره له افغان زعفران کارانو پر لا ډېر ملاتړ ټینګار لري.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی، خان جان الکوزی وايي: «په دې برخه کې پرمختګونه شوي چې د هیلو وړ دي، خو کروندګر لا هم ډېرې مرستې ته اړتیا لري. دا ملاتړ باید هم د بهرنیو موسسو او هم د اسلامي امارت له لوري ترسره شي.»

د ویلو ده چې، د خوړو نړۍوال پروګرام په خپل وروستي راپور کې ویلي وو چې، د تخمونو او د لازمو امکاناتو د برابرولو په برخو کې به له افغان زعفران کارانو ملاتړ وکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا