دید خبرې آژانس: رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې، کارتر تېره ورځ (یکشنبه) د ۱۰۰ کلونو په عمر په خپل کور کې مړ شوی دی.
د سپینې ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویل شوي، د امریکا ولسمشر جو بایډن د جنورۍ ۹مه د کارتر لپاره د ملي ویر ورځې په توګه وټاکله.
بایډن ویلي: «زه له امریکایانو غواړم چې په دغه ورځ په خپلو عبادت ځایونو کې راټول شي او د ولسمشر جیمز ارل کارتر یاد ته درناوی وکړي.»
کارټر، چې یو ډیموکرات و، د ۱۹۷۶ کال په ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکي ولسمشر جیرالډ فورډ په ماتولو سره د ۱۹۷۷ کال په جنورۍ کې ولسمشر شو. د هغه د یو دورې ولسمشرۍ مهمه لاسته راوړنه د ۱۹۷۸ کال د کمپ ډېوېډ تړونونه و، چې د اسراییل او مصر ترمنځ د سولې د راوستو سبب شول او منځني ختیځ ته یې یو څه ثبات ورکړ.
کارتر د امریکا تر ټولو اوږد عمر لرونکی ولسمشر و، او د سپینې ماڼۍ پرېښودو وروسته یې د یو ژمن انساندوست په توګه شهرت ترلاسه کړ.
په وروستیو کلونو کې، کارتر له یو شمېر روغتیایي ستونزو سره مخ و چې د میلانوم ناروغۍ یې ځیګر او ماغزو ته خپره شوې وه.
د هغه مېرمن، روزالین کارتر، د ۲۰۲۳ کال د نومبر په ۱۹مه په ۹۶ کلنۍ کې مړه شوه.
هغه د امریکا د ولسمشرۍ ترڅنګ د مصر او اسراييل ترمنځ د سولې تړون رامنځته کړی او وروسته یې د بشري حدمتونو له امله د سولې نوبل جایزه هم ترلاسه کړه.
جیمي کارتر د امریکا ۳۹ ولسمشر و. هغه له ۱۹۷۷ کال تر ۱۹۸۱ کال پورې د ولسمشر په توګه و.