اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

اسلامي امارت: د افغان استازي له حضور پرته د امنیت شورا غونډې بې‌پایلې دي

دید خبرې آژانس: اسلامي امارت، د سرپرست حکومت د استازي له حضور پرته، د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه یو اړخیزه او بې پایلې بولي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي، تر هغې چې، د خپلو حقونو او مشروع غوښتنو د دفاع لپاره په دغه ډول غونډو کې د سرپرست حکومت پلاوی حضور ونه لري. دا ډول غونډې به بې پایلې وي.

ښاغلی فطرت وايي:«د امنیت شورا دغه ډول ناستې، څو ځلې پخوا هم ترسره شوې دي؛ خو هر ځل دا ناستې بې‌پایلې وې، تر هغې چې، د افغانستان پر اړوند په ټولو ناستو کې، افغانستان حضور ونه‌لري او د خپلو مشروع حقونو او غوښتنو د دفاع حق ونه‌لري؛ نو طبیعي ده چې، دا ډول ناستې یو طرفه دي او اغېزمنتیا نه‌لري.»

له دې مخکې، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو د هوسا افغانستان، په نړۍواله ټولنه کې د بشپړ ادغام او له نړۍوالو سره د کړو ژمنو د عملي کولو لپاره د یوې سیاسي حل لارې د نقشې پر جوړولو ټینګار کړی دی.

دغې شورا په یوې اعلامیې کې چې، اوس اوس خپره شوې ویلي، د افغانستان په اړه د دغې شورا په وروستۍ غونډه کې، غړو هېوادونو یو ځل بیا په افغانستان کې پر نجونو او ښځو د لګول شویو محدودیتونو او همداراز له طبي زده‌کړو د نجونو د منع کېدو په تړاو خپلې ژورې اندېښنې څرګندې کړي او له سرپرست حکومته یې غوښتي چې، دغه ډول محدودیتونه لغوه کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا