نادولتي موسسو ته د اسلامی امارت ګواښ
دید خبرې آژانس: د اسلامی امارت د اقتصاد وزارت په یو مکتوب کې نادولتي موسسو ته تازه خبرداری ورکړی چې ژر تر ژره دې ښځینه کارکوونکې له دندو لرې کړي. ملا هبتالله آخند دغه پرېکړه په خپل تازه فرمان کې کړې ده.
د هغه مکتوب یوه کاپي مونږ رسیدلې ده چې د اسلامی امارت له لوري اکبر موسسې ته استول شوی چې په کې د اقتصاد وزارت کورنیو او بهرنیو اینجوګانو ته ګواښ کړی چې د سرغړونې په صورت کې به یې جوازونه لغوه کړي او دفترونه به یې هم ور وتړلي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې د اسلامی امارت د محدودیتونو له کبله یو شمېر موسسو وار له مخه په دفترونو کې د ښځینه وو کارځایونه له نارینه وو جلا کړي او ځینو موسسو لا د ښځینه کارکوونکو شمېر هم کم کړی دی.
د سرپرست حکومت له لوري روانو بندیزونو د افغانانو پر رواني حالت خورا بدې اغېزې کړي او پر ښځینه وو سخت بندیزونه د دې لامل شوي چې په هېواد کې انجونې په رواني ناروغیو اخته شي.
د مسکا (مستعار نوم) په نوم یوه کابل مېشتې پېغله وايي، د جمهوریت پر مهال به هر سهار له خوبه تر پورته کیدو وروسته د اسلامی امارت له لوري د ترسره شويو ترهګریزو بریدونو له بدو خبرونو خبریده او اوس بیا هره ورځ له خوبه تر پاڅیدو وروسته د ښځو په اړه د طالبانو تازه بندیزونه اوري.
ویل کېږي تېره اوونۍ د اسلامی امارت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د خپل مشر ملا هبتالله لیدو لپاره کندهار ته تللی و، څو یې قانع کړي چې پر نادولتی موسسو بندیزونه نه لګوي؛ خو د راپورونو له مخې طالب مشر یې دا وړاندیز نه دی منلی.