اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش
د امو سیند د نفتو استخراج لپاره له چین څخه ماشینري را رسېدلې
دید خبرې آژانس: د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د امو سیند د نفتو استخراج لپاره له چین څخه د اړتیا وړ ټوله ماشینري را رسېدلې ده.
د دغه وزارت ویاند همایون افغان زیاتوي چې، دمګړۍ په دغه سیمه کې د نفتي څاګانو د اکتشاف او له ځينو څاګانو د نفتو د استخراج بهیر دوام لري.
د نوموړي په خبره، افغانستان له دغې سیمې د استخراج شویو نفتو د پروسس وړتیا هم لري او د نفتو استخراج کې به د پام وړ زیاتوالی راشي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان و ویل: « چینایي شرکت افغانستان ته د دغې ماشینرۍ د راوړلو ژمنه کړې وه او اوس مهال ټوله ماشینري او د اړتیا وړ برمې سیمې ته رسېدلي او د څاګانو د کېندلو چارې دوام لري.»
د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو لمخې، افغانستان پنځه نفتې حوزې لري او دا مهال یوازې د امو سیند له حوزې هره ورځ ۱۳۵۰ ټنه نفت استخراجېږي.