زیلینسکي: د شمالي کوریا ځواکونو په کورسک سیمه کې درانه زیانونه ليدلي
دید خبرې آژانس: د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وايي، د شمالي کوریا ځواکونو د روسیې په کورسک سیمه کې دزیلینسکي:« د شمالي کوریا ځواکونو په کورسک سیمه کې درانه زیانونه ليدلي
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وايي، د شمالي کوریا ځواکونو د روسیې په کورسک سیمه کې د جګړې په ډګر کې «درانه زیانونه» لیدلي او روسي ځواکونه یې په ساتنه کې پاتې راغلي دي.
د رویټرز د راپور له مخې، ښاغلي زیلینسکي د شپې ناوخته په یوه نوي ویډیو کليپ کې ویلي چې روسي ځواکونه د شمالي کوریا ځواکونه د «لږې ساتنې» سره جګړې ته استوي او دا ځواکونه د اسيرېدو څخه د مخنیوي لپاره خورا سخت اقدامات ترسره کوي.
هغه وايي: « دوی ته زیان رسېدل د پام وړ دي. موږ وینو چې نه د روسیې پوځ او نه هم د شمالي کوریا څارونکي د دې ځواکونو د بقا په یقیني کولو کې لېوالتیا لري.»
د اوکراین ولسمشر زیاتوي: «هر څه په داسې ډول ترتیب شوي چې زموږ لپاره یې نیول ناشوني دي. داسې قضیې شتون لري چې دوی د خپلو ځواکونو لخوا اعدام شوي. روسیه دوی لږې ساتنې سره جګړې ته لېږي.»
په عین حال کې، د اوکراین او لوېدیځو هېوادونو د استخباراتي راپورونو پر بنسټ، د شمالي کوریا شاوخوا ١٢زره عسکر د روسیې په پوله کې د کورسک په سیمه کې چې اوکرایني ځواکونو د اګست په میاشت کې د اشغال وروسته د هغې سیمې ځینې برخې ونیولې، شتون لري.
تېره اونۍ ولادیمیر زیلینسکي ویلي وو چې د شمالي کوریا تر ۳زره ډېر اتباع وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
د اوکراین ولسمشر زیاته کړې چې اوکرایني ځواکونه توانېدلي چې د شمالي کوریا یو شمېر پوځیان ونیسي؛ خو دوی سخت ټپيان دي او د ژوند ژغورل يې ناممکن دي.
هغه وايي چې د شمالي کوریا خلک باید «د اروپا په جګړو کې خپل ژوند له لاسه ورنکړي.» دا هغه څه دي چې د چین په ګډون د دغه هېواد ګاونډیان پرې اغېز کولای شي.
ښاغلي زیلینسکي زیاته کړه چې که چیرې چین د اټومي وسلو د نه خپریدو په اړه په خپلو ادعاوو کې رښتیني وي، باید پر پیونګ یانګ مناسب فشار راولي. جګړې په ډګر کې «درانه زیانونه» لیدلي او روسي ځواکونه یې په ساتنه کې پاتې راغلي دي.
د رویټرز د راپور له مخې، ښاغلي زیلینسکي د شپې ناوخته په یوه نوي ویډیو کليپ کې ویلي چې روسي ځواکونه د شمالي کوریا ځواکونه د «لږې ساتنې» سره جګړې ته استوي او دا ځواکونه د اسيرېدو څخه د مخنیوي لپاره خورا سخت اقدامات ترسره کوي.
هغه وايي: «دوی ته زیان رسېدل د پام وړ دي. موږ وینو چې نه د روسیې پوځ او نه هم د شمالي کوریا څارونکي د دې ځواکونو د بقا په یقیني کولو کې لېوالتیا لري.»
د اوکراین ولسمشر زیاتوي: «هر څه په داسې ډول ترتیب شوي چې زموږ لپاره یې نیول ناشوني دي. داسې قضیې شتون لري چې دوی د خپلو ځواکونو لخوا اعدام شوي. روسیه دوی لږې ساتنې سره جګړې ته لېږي.»
په عین حال کې، د اوکراین او لوېدیځو هېوادونو د استخباراتي راپورونو پر بنسټ، د شمالي کوریا شاوخوا ١٢زره عسکر د روسیې په پوله کې د کورسک په سیمه کې چې اوکرایني ځواکونو د اګست په میاشت کې د اشغال وروسته د هغې سیمې ځینې برخې ونیولې، شتون لري.
تېره اونۍ ولادیمیر زیلینسکي ویلي وو چې د شمالي کوریا تر ۳زره ډېر اتباع وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
د اوکراین ولسمشر زیاته کړې چې اوکرایني ځواکونه توانېدلي چې د شمالي کوریا یو شمېر پوځیان ونیسي؛ خو دوی سخت ټپيان دي او د ژوند ژغورل يې ناممکن دي.
هغه وايي چې د شمالي کوریا خلک باید «د اروپا په جګړو کې خپل ژوند له لاسه ورنکړي.» دا هغه څه دي چې د چین په ګډون د دغه هېواد ګاونډیان پرې اغېز کولای شي.
ښاغلي زیلینسکي زیاته کړه چې که چیرې چین د اټومي وسلو د نه خپریدو په اړه په خپلو ادعاوو کې رښتیني وي، باید پر پیونګ یانګ مناسب فشار راولي.