اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

نننۍ زلزلې د کندهار په مرکز کې زیانونه نه دي اړولي

دید خبرې آژانس: له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ملي ادارې ویلي چې نننۍ زلزلې د کندهار ولایت په مرکز او شاوخوا سیمو کې زیانونه نه دي اړولي.

یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د سپین بولدک، شورابک او معروف ولسوالیو کې د دې زلزلې د زیانونو په اړه لا هم څېړنې روانې دي او تر دې دمه د دغو سیمو د احتمالي زیانونو په اړه کره معلومات نه دي ترلاسه شوي.

د یادونې وړ ده، چې نن سهار ۳ بجې او ۹ دقیقې د ریښتر په کچه ۴.۷ درجې زلزلې د کندهار ولایت او شاوخوا سیمې ولړزولې، چې د زلزلې مرکز د سپین بولدک ولسوالۍ ۴۱ کیلومترۍ کې شمال ختیځ او د ځمکې لاندې لس کیلومتره ژوروالي کې ثبت شوی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا