دفاع وزارت: په ډيورنډ کې مو د شریرو عناصرو پټن ځایونه په نښه کړي ده
دید خبرې آژانس: د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت د ډيورنډ فرضي کرښې پورې غاړې ته د شریرو عناصرو د په نښه کولو خبر ورکړی دی.
یاد وزارت پرخپله اکس پاڼه ليکلي دي، چې: (د هېواد د جنوب ختيځ له استقامته د فرضي کرښې بلې خوا ته په څو نکتو کې د هغو شریرو عناصرو او د دوی د حمایت کوونکو پټن ځايونه او مرکزونه انتقاما تر بریدونو لاندې ونيول شول، له کومو څخه چې په افغانستان کې بریدونو تنظمېدل).
د یادونې وړ ده، چې د ملي دفاع وزارت دغه اقدام ترهغه ورسته کړی، چې څو ورځې وړاندې د پاکستاني ځواکونو د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې هوايي بریدونه کړي وو، چې له کبله یې د وزیرستاني کډوالو په ګډون عامو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
یاد وزارت هغه مهال د پاکستاني لوري دغه اقدام وحشیانه او د نړیوالو اصولو خلاف بللی وو او ټینګار یې کړی وو، چې بې ځوابه به یې پرېنږدي.