د بیان د آزادۍ کور: طا-لبان په سیستماتیک ډول د بیان ازادۍ ته زیان رسول غواړي
دید خبرې آژانس: د بیان د ازادۍ کور د طا-لبانو له لورې د ملي ټلوېزون نوم په راډيو شریعت بدلول غندلی او ویلي یې دي، چې په دې کار طا-لبان د بیان ازادۍ ته زیان رسول غواړي.
د خبریالانو د یاد بنسټ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې طا-لبان په سیستماتیک ډول هڅې کوي، څو د ملي ټلوېزون بڼه په راډيو واړوي او نوم یې په راډيو شریعت واړوي.
د خبرپاڼې له مخې، د بیان د ازادۍ کور د رسنیو په ملاتړو بنسټونو غږ کړی، چې د طا-لبانو د دغه چارې پر ضد غږ پورته کړي او د افغان خبریالانو ملاتړ وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي:« د رسنیو له ملاتړو بنسټونو او د بیان د ازادۍ له مدافعینو غواړو چې د طا-لبانو د دغه اقدام په وړاندې چې د بیان ازادۍ ته زیان رسوي، ودرېږي».
د طا-لبانو له دې پرېکړې وروسته د ګڼو رسنیو خپرونې بندې شوې او د بیان د ازادۍ شورا دغه کړنه د ازادو رسنیو د غږ د خاموشه کولو او د فرهنګي تنوع او اطلاعاتو د له منځه وړلو په معنا بولي.
د طا-لبانو له بیا واکمنېدو سره په افغانستان د رسنیو پر وړاندې سخت قوانین وضع شوي دي او د امر بالمعروف د قانون په پلي کولو سره په یو شمېر رسنیو کې د ژوندیو انځورونو پر خپرونو بندیز لګېدلی دی.
له دې سره، په خپرونو کې په خپلواکه توګه د چارو شنونکو په انتخاب هم بندیز ولګېده او د دوی له لورې رسنیو ته اشخاص ورمعرفي شول، څو خپرونو کې یې د بحثونو لپاره ترې مېلمانه کړي