اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

غیاثی: د ښځینه روغتیايي کارکوونکو کمښت نه لرو

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ مرستیال محمد حسن غیاثي په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې ادعا وکړه چې «افغانستان د ښځینه روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ نه دی».

دغه طا-لب چارواکي د ښځو د روغتيايي زده کړو د منع کولو د پایلو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې، ادعا وکړه چې په افغانستان کې شاوخوا ۳۰ زره قابلې شته چې د هېواد د روغتیايي سیستم برخه نه دي.

دا په داسې حال کې ده، چې طا-لبانو په دې وروستیو کې په روغتيايي انسټيټيوټونو کې د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو په ګډون نړیوالو بنسټونو خبرداری ورکړی چې افغانستان د ښځینه روغتیايي کارکوونکو له سخت کمښت سره مخ دی.

خو دغه طا-لب چارواکي دغه موضوع د ستونزو په توګه نه بلکې د نه همغږۍ په توګه یاده کړې ده.

د روغتیا په برخه کې د طا-لبانو محدودیتونه

د طا-لبانو مشر په یوه نوي فرمان کې هجري لمریز کال په تېره میاشت کې نجونو پر مخ ټول روغتيايي او نیمه عالي انسټيټيوټونه وتړل. د ملګرو ملتونو په وینا دغه بندیز د هېواد په روغتیایی سیسټم مستقیم اغېزه لري.

د طا-لبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي تېره میاشت په کابل کې د دې انسټيټيونو له مسوولینو سره په کتنه کې د طا-لبانو د مشر حکم اعلان کړ او ویې ویل چې له دې وروسته نجونې په روغتيايي انسټيټيونو کې د زده کړو اجازه نه لري.

د طا-لبانو تعلیمي بندیزونه په داسې حال کې دوام لري چې افغانستان د ډاکټرانو، نرسانو او قابلو له سخت کمښت سره مخ دی.

له هغه وخته چې طا-لبان واک ته رسېدلي، له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې په ښوونځيو کې د زده کړو له دوام څخه منعې شوې، چې دې کار د هېواد د تعلیمي او روغتیايي راتلونکي په اړه پراخې اندېښنې راپورته کړې دي.

که څه هم د عامې روغتیا په وزارت کې د طا-لبانو اداري او مالي معین په دې غونډه کې ويلي چې د روغتيايي بنسټونو په اړه به ډېر ژر پرېکړه وشي؛ خو په تېرو درېيو کلونو کې په نورو برخو کې د نجونو پر زده کړو د بنديزونو د دوام له امله چې طا-لبانو وخت په وخت ويلي چې په اړه به يې پرېکړه وکړي، د دغو بنديزونو د دوام په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.

یو شمېر سیاسي څېرو، د بشري حقونو فعالان، د ښځو د حقونو مدافع بنسټونو او مدني فعالانو د طالبانو دغه پرېکړه د افغانستان له ګټو او خلکو سره «خیانت» بللی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا