اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیابرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

پر سوداګریزو اړیکو پراختیا باندې; افغانستان او ایران ټينګار

دید خبرې آژانس: په کابل کې د ایران تازه دمی سفیر د کابل او تهران ترمنځ د اقتصادي او ترانیزتي اړیکو پر پراختیا او د سوداګرو د ستونزو پر حل ټینګار کړی دی.

علي رضا بیکدلي د سوداګرۍ او پانګونې خونه له مشرتابه سره په لیدنه کې ویلي چې د ګډې پانګونې او د سوداګریزې راکړې ورکړې زیاتوالی د دواړو هیوادونو د اقتصاد په ګټه دی.

ښاغلی بېکدلي وايي: «موږ باید په ګډه د هوکړو د عملي کولو په برخه کې هڅه وکړو. الحمدالله زموږ محترم مشران او د افغانستان مسئولین چې ایران ته په سفرونو تللي دي، ښې هوکړې یې ترسره کړې دي او ترسره به شي. خو تر ټولو مهمه خبره دا ده چې هوکړې عملي شي. دا د دواړو هېوادونو د سفارتونو او همدارنګه د بهرنیو چارو وزارتونو مسئولیت دی. معین صاحب به زما له استازولۍ ملاتړ وکړي څو موږ وکولای شو لا زیات کارونه ترسره کړو.»

په دغه غونډه کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان ایران د افغانستان مهم اقتصادي او سوداګریز شریک ګڼي او د افغانستان د صادراتو پر مخ د بندرونو د خلاص ساتلو په برخه کې د تهران له همکاریو مننه کوي.

 د دغې خونې لومړی مرستیال چابهار بندر د افغانستان او خليج هېواودونو او هند ترمنځ د سوداګرۍ او نړیوال ټرانزیټ د پراختیا لپاره مهم ګڼي او په دغه بندر کې سوداګرو ته د سوداګریزو اسانتیاوو د زیاتېدو غوښتنه کوي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړی مرستیال، محمد یونس مهمند وايي:  «د اوږدو کلونو په لړ کې، که بندر عباس وي او که چابهار او نور بندرونه، یوه ورځ هم بندرونه د افغانستان د خلکو پر مخ نه دي تړل شوي. زه د ایران له خلکو مننه کوم.»

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال هم په دې غونډه کې د ایران، چین او افغانستان د هېوادونو پر متحد کېدو ټینګار کوي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال، شېرمحمد عباس ستانکزی په دې اړه وايي:  «زموږ دروازې د ټولو ایراني سوداګرو پر مخ پرانستې دي، په دې برخه کې هيڅ خنډ نشته. هغوی کولی شي د وزارتونو د قانوني پړاونو تر بشپړولو وروسته دلته پانګونه وکړي. زموږ تمه له ایرانه هم دا ده چې ملي پانګوالو ته اسانتیاوې برابرې کړي څو هغوی وکولای شي په ایران کې دننه پانګونه وکړي او د ایران له تولیداتو ګټه پورته کړي.»  

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شمېرو له مخې، د روان لمریز کال په لومړیو اووه میاشتو کې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګري ارزښت یو میلیارد او۸۲۷ میلیون ډالره و، چې له دې منځه ۳۰ میلیونه ډالره د افغانستان صادرات او پاتې برخه یې واردات دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا