اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

چینايي رسنۍ: طالبان نړیوال مشروعیت نه شي ترلاسه کولای

دید خبرې آژانس: ساوت چینا مارنینګ پوسټ په خپله یوه لیکنه کې ویلي، چې د طا-لبانو د لوړ پوړو چارواکو په ګډون پر عامو خلکو د دا/عش له بریدونو او له القا/عدې او پاکستاني طا-لبانو سره د افغان طا-لبانو له اړیکو ښکاري چې افغانستان یوځل بیا د ترهګرۍ په مرکز بدل شوی.

دغې هانګ کانګ میشتې ورځپاڼې په خپله یوه لیکنه کې ویلي، چې که څه هم طا-لبان ادعا کوي چې په افغانستان کې یې امنیتي وضیعت کنټرول کړی، خو بیا هم پر افغانستان د یادې ډلې له واکمنېدو راهیسې په افغانستان کې ترهګریز بریدونه دوام لري.

یاده ورځپاڼه وايي، هغه ډلې چې غواړي افغانستان بې ثباته کړي او د طا-لبانو واکمني کمزورې کړي طا-لبان یې تر مخ پر وده فشار لاندې دي.

یادې ورځپاڼې په خپل تحلیل کې د طا-لبانو د کډوالو پر پخواني وزیر خلیل الرحمن حقاني د ځانمرګي برید په ګډون په بلخ او بدخشان کې د دا/عش ډلې بریدونو ته په اشارې لیکلي، چې په افغانستان کې د طا-لبانو د امنیت د ټینګښت ادعاوې بې بنسټه شوې دي.

په دې لیکنه کې د حقاني کورنۍ په افغانستان کې د واک د مهمې مهرې او د طا-لبانو د مشر مولوي هبت الله اخوندزاده د سخت دریځو پرېکړو د نفوذ پر وړاندې سیاله ډله بلل شوې ده.

که څه هم حقیقت بل څه دی، خو طا-لبان پر افغانستان له واکمنېدو سره ادعا کوي، چې دا/عش یې له منځه وړی او امنیت یې کنټرول کړی دی، خو د خلیل حقاني د وژلو پېښه پر طا-لبانو د نورو بریدونو په تعقیب رامنځته شوې.

داعش خراسان د ۲۰۲۳ کال په مارچ کې د بلخ ولایت لپاره د طا-لبانو د والي محمد داود مزمل د وژنې او په جون کې د بدخشان لپاره د طا-لبانو د سرپرست والي نثار احمد احمدي د وژنې مسوولیت هم په غاړه اخیستی.

د دغه لیکني له مخې، افغانستان د دا/عش -خراسان څانګې د بریدونو د زیاتوالي شاهد دی. په دغو بریدونو کې ملکي وګړي، په ځانګړې توګه شیعه او هزاره لږه کي په نښه کوي.

په یاد تحلیل کې پر افغانستان د طا-لبانو له واکمنېدو وروسته ، په دایکندي، کابل، کندهار او ځینو نورو سیمو کې د بریدونو یادونه هم شوې ده، چې تر ډیره ملکي وګړي پکې وژل شوي دي.

په افغانستان کې د دا/عش فعالیت او په ځانګړې توګه د افغانستان له پولو ها خوا د دا/عش نفوذ او بریدونه د اندیښنې وړ بلل شوې دي.

دغه چینايي ورځپاڼه وايي، په مارچ میاشت کې، دا/عش ډلې د روسیې په مسکو کې د کروکس ښار د سینما په تالار کې د برید مسوولیت پرغاړه واخیست، چې لږترلږه ۱۴۰ کسان یې ووژل او له ۵۰۰ ډیر یې ټپیان کړل. تر دغه برید وړاندې دا/عش-خراسان د ایران په کرمان ښار کې ځانمرګي برید کې ۸۴ تنه ووژل او د ترکیې په استانبول کې په یوه کلیسا کې ډزو کې یې یو کس وواژه.

ساوت چینا ورځپاڼه وايي، چې په افغانستان کې وضعیت په څرګنده توګه له کنټرول څخه وځي او طالبان یوازې په افغانستان کې د ترهګرۍ د زیاتوالي پړه باید پخپله پرغاړه واخلي.

ورځپاڼه وايي:« طا-لبانو د خپل شل کلن بغاوت پر مهال پر افغان حکومتي او لویدیزو ځواکونو د بریدونو او په ټول هېواد کې د ملکي وګړو د ویرولو په موخه سلګونه ځانمرګي بریدګر روزلي وو.»

یاده رسنۍ حقاني شبکه په افغانستان کې د ګڼو هغه بریدونو مسووله بولي، چې په سلګونو افغان ملکي وګړي پکي وژل شوي دي. ورځپاڼه وايي، « داعش خراسان ډله اوس همهغه ډول بریدونه کوي، څه ډول چې طا-لبانو او حقاني شبکي په افغانستان کې ترسره کول.»

له القا/عده سره د طا-لبانو اړیکې

په دغه تحلیل کې ویل شوي سره له دې، چې طا-لبان یې نه مني، خو په ډیر احتمال سره طا-لبان له القا/عده ترهګرې ډلې سره نږدې اړیکې لري او ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې ښايي د القا/عدې د روزنې د کمپونو په ګډون یې د هغوی حضور هم پراخ کړی وي.

ورځپاڼه وايي، په سیمه کې د ګډوډۍ په موخه طا-لبان له ټي ټي پي سره ملګرتیا لري.

د طا-لبانو او ټي ټي پي اړیکي د چین لپاره هم ننګوونکې ښکاري.

په تحلیل کې په مارچ میاشت کې په کراچۍ کې د پنځو چینایانو وژل کېدو ته هم اشاره شوې، چې له هغه وروسته بیا تېره میاشت پاکستاني او چینايي نظامیانو په ګډه د ترهګرۍ ضد پوځي تمرینات ترسره کړل.

د دغه تحلیل د لیکوال په خبره، افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو ډلو لپاره یو مرکز دی او د القا/عدې او ټي پي پي په قضیه کې داسې ښکاري چې د طا-لبانو بشپړ ملاتړ ورسره دی او دا اړیکې او ملاتړ د طا-لبانو د رژیم لپاره یوه وحشتناکه سناریو ده.

نړیوال مشروعیت

ساوت چاینا مارنینګ وايي، «طا-لبان له نړیوالې ټولنې څخه مشروعیت غواړي، خو تر څو چې افغانستان د ترهګرۍ مرکز وي او په افغانستان کې او له افغانستان څخه بهر وسله والې ډلې بریدونه ترسره کوي، دا مشروعیت به هیڅکله ترلاسه نه کړي. په دغو کړنو سره طا-لبان د هغو افغانانو په سترګو کې ځان نور هم کمزوري ښيي چې د امنیت د ټینګښت ژمنه یې ورسره کړې وه.»

دغه رسنۍ وايي، له یوې خوا طا-لبانو د ښځو او لږه کیو د حقونو پر وړاندې محدودیتونه ډیر کړي دي، بل خوا د خلکو امنیت او خوندیتوب هم د دغې ډلې تش شعار ښکاري.

په دغه تحلیل کې لیکل شوي، چې افغانستان د بدو واکمنانو د لرې کولو اوږد تاریخ لري او که دوی (طا-لبان) د هیواد ستونزې حل نه کړای شي، له پرځولو معاف نه دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا