شینواری: د جمهوریت له پرځېدو وروسته طا-لبانو ۳۵۰۰ امینتي سرتېري وژلي
دید خبرې آژانس: د تېر جمهوري حکومت د وسله وال پوځ ویاند اجمل عمر شینواری وايي، چې د طا-لبانو په درې کلنه واکمنۍ کې د تېر حکومت تر ۳۴۰۰ ډېر امنیتي او دفاعي ځواکونه په شرمناک او مرموز ډول وژل شوي او له اتو زرو ډېر بندیان او شکنجه شوي.
نوموړي ويلي، چې په افغانستان کې د طا-لبانو تر واک لاندې د بشري حقونو بنسټونه او خپلواکې رسنۍ نه شته چې دغه جنايتونه ثبت او خپاره کړي.
ښاغلي شینواري وویل، چې د بښنې نړۍوال سازمان او د بشري حقونو د نورو بنسټونو په ګډون یو شمېر نړۍوال بنسټونه توانېدلي، چې د طا-لبانو له خوا د پخوانیو سرتېرو د زنداني کېدو، شکنجه کولو او وژلو په اړه اسناد خپاره کړي.
تر دې وړاندې د زرغون بهیر مشر او د تېر جمهوري نظام د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، چې طا-لبانو په افغانستان له حاکمیت وروسته سلګونه انسانان له محاکمې پرته وژلي دي.
نوموړي په خپل اېکس کې د طا-لبانو د بې محاکمې وژنو په اړه مالومات خپاره کړي او لیکلي یې دي: «په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو کې د طا-لبانو د استخباراتو د مشر ډاکټر بشیر په نوم د یو کس له خوا په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان پرته له محاکمې او پوښتنې وژل شوي دي».
صالح زیاتوي، چې د حکومت له سقوط وروسته د کندهار ښار په کوڅو کې د محلي پولیسو جسدونه وغورځول شول، چې وروسته د بد بوی له امله سره صلیب ته دنده وسپارل شوه څو ښخ یې کړي.
د اېکس په دغه پوسټ کې په څلورسوه بستریز پوځي روغتون کې د نظامي ټپيانو یادونه شوې او لیکلي یې دي:«د جمهوري نظام عسکر چې د اګست په ۱۶ او ۱۷ نېټو په څلور سوه بستریز پوځي روغتون کې بستر شوي وو، د طا-لبانو د ملیشو له خوا یو په یو ووژل شول او جسدونه یې په روغتون کې په یو کانټینر کې ځای پرځای شول، چې وروسته سره صلیب ښخ کړل ».
نوموړی وایي، چې د دغه عمل د پټولو په موخه هڅه وشوه او د جسدونو په اړه د طا-لبانو یو مشر رسنیو ته وویل، چې د جسدونو ډګ کانټینر یې موندلی دی.
که څه هم پر افغانستان د طا-لبانو له واکمنېدو وروسته د دې ډلې له خوا عمومي عفوه اعلان شوې ده، خو ډېری وخت د پخوانیو امنیتي ځواکونو د وژلو، بندي کېدو او لسګونو نورو پېښې خبرونه خپرېږي.