اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاستمهم مطالبګزارش

فایق ستانکزي ته: ستاسو ډيپلوماټيک شعارونه پېرودونکي نه لري

دید خبرې آژانس: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د پرځول شوي ‌جمهوري حکومت استازي نصیر احمد فایق د عباس ستانکزي وروستیو خبرو ته په غبرګون کې ویلي، چې ستاسو کړنو افغانستان او خلک یې د جهالت، بې وزلۍ او انزوا سره مخ کړي.

د طا-لبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په کابل کې په یوه غونډه کې له چین، روسیې او ایران سره د دې ډلې د سوداګریزو او سیاسي اړیکو د پراخېدو غوښتنه وکړه او هیله یې څرګنده کړې، چې ایران او طا-لبان به په ګډه د خپلو اړیکو په پراخولو سره د امریکا او نورو لوېدیځو هېوادونو فشارونو ته ځواب ووایي.

نصیر احمد فایق په خپله اېکس خواله رسنۍ عباس ستانکزی مخاطب کړی او ورته لیکلي یې دي، چې تاسو د افغانستان او افغانانو سره دوښمني کوی.

فایق لیکي: «له افغان ښځو سره ستاسو دښمني د افغانانو د کلتور د بدنامۍ او د اسلام د سپېڅلي دين د سپکاوي سبب شوې ده. دا ډیپلوماټیکي شعارونه د افغانانو په منځ کې هېڅ پیرودونکی نه لري. وروستي څلور کاله ستاسو د عملونو او ادعاوو لوی امتحان دی».

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د دوشنبې په ورځ په کابل کې د ایران له نوي سفیر سره د سوداګرو د ستونزو د هواري، د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا، د سوداګرۍ د اسانتیاوو د رامنځته کولو او د افغانستان او ایران ترمنځ د ګډې پانګونې د جلبولو په موخه یوه تعارفي ناسته وکړه.

په دې کتنه کې ستانکزي د ایران سفیر ته په خطاب کې وویل: ((هیله لرو چې ستاسو تر ماموریت لاندې به زموږ اړیکې نه یوازې په اقتصادي ډګر کې، بلکې په سیاست، پوهنې او نورو برخو کې هم پراخې شي.))

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا