اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

په افغانستان کې پوځي مخينې لرونکي امریکايي افسر «برونزي ستورى» ترلاسه کړ

دید خبرې آژانس: د مريلنډ اوسني والي وس مور په افغانستان کې د خپل پوځي خدمت له امله «برونزي ستوري» ترلاسه کړ.

د ده هېل د راپور پر بنسټ، نوموړي ته دغه وياړ د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د خپل قوماندان جنرال مايکل فنزيل له خوا ورکړل شو.

د ده هېل د راپور پر بنسټ، ښاغلي مور په ۲۰۰۶ کال کې په افغانستان کې دنده ترسره کوله.

يادولو وړ ده، چې دا مراسم یوازې څو میاشتې وروسته له هغه ترسره شوي چې نیویارک ټایمز راپور ورکړ چې ویس مور په ٢٠٠٦ کې په یوه غوښتنلیک کې لیکلي و چې هغه د خپل خدمت لپاره د برونزو ستوری ترلاسه کړی و. چې په حقیقت کې يې نه و ترلاسه کړی.

جنرال فینزل، د جمعې په ورځ وویل چې د اګست په میاشت کې د نیویارک ټایمز راپور وروسته لومړی ځل و چې پوه شو چې ویس مور هیڅکله د برونزو ستوری نه دی ترلاسه کړی.

دې امریکايي جنرال زیاته کړه چې مور «میاشتې د جګړې په ډګر کې تېرې کړ، ځان يې له خطر سره مخامخ کړى؛ نو که دا چلند ځانګړی وي، نو دغه چلند دى چې هغه يې ددې مستحق کړى دی.»

د دې راپور له مخې، د مریلنډ د والي دفتر په یوه برېښنالیک کې د برونزو ستوري تایید کړی؛ خو هغه په ​​دې اړه د نورو توضیحاتو له ورکولو ډډه وکړه.

شل کلن حضور او له افغانستان څخه د امریکا خاشیوي وتل

دا په داسې حال کې ده، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل په نړیواله کچه او د امریکايي چارواکو تر منځ له سختو نیوکو سره مخ شوي دي.

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتلو سره په افغانستان کې جمهوري نظام نسکور شو او طالبان بیا په دغه هېواد واکمن شول. داسې تسلط چې د هېواد د اتباعو په حقوقو او آزادیو باندې له سختو بندیزونو او محدوديتونو سره یو ځای د نجونو او ښځو د زده کړو حق پکې شامل دی.

د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ تر دې مخکې د جوبایډن د ادارې په مشرۍ له افغانستانه د خپل هېواد د ځواکونو وتل «ناورین» او د امریکا له ګټو سره یو ډول«ناورين» بللی و.

ښاغلي ټرمپ د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال ویلي و، چې که هغه په واک وي، نو دا «ناورین» به نه و پېښ شوى.

هغه پر اوکراین د روسیې یرغل، په غزه کې جګړه او د چین اوسنی اقتصادي پرمختګ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پایله وبلله.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا