په کندهار کې د ګوزڼ واکسین د ملا هبتالله د خوندیتوب په شرط پیل شو
دید خبرې آژانس: د طا-لبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي چې د دوشنبې په ورځ د (مرغومې درېیمه) د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې تر پنځو کلونو کم عمره کوچنیانو لپاره د ګوزن ضد واکسین درې ورځنی کمپاین پیل شو. تر دې وړاندې د طا-لبانو مشر دغه کمپاین د څه مودې لپاره ځنډولی و.
د طا-لبانو د عامې روغتیا وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په کابل، کندهار، هلمند، روزګان، زابل او د افغانستان د ختیځو ولایتونو تر څنګ به د هرات په ګډون په دغه کمپاین کې ۶.۸ میلیونه ماشومان واکسین شي.
د راپورونو له مخې څه موده وړاندې په کندهار کې د ملا هبتالله د خوندیتابه په موخه په دغه ولایت کې د واکسینو پر کمپاین بندیز ولګید او لامل یې هم دا بلل شوی و چې طا-لبان ویره لري، د ګوزڼ ضد واکسین په دغه کمپاین کې د دغې ډلې د مشر ځای په نښه نه شي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې تازه تېره میاشت د یونیسف له لوري د ګوزڼ ضد واکسین لپاره د (اوټرېچ خدمتونو) په نوم یوه نوې طرحه جوړه شوې چې له مخې یې واکسیناتوران کور په کور له ګرځیدو څخه منعه کړای شوي دي.
د دې طرحې له مخې واکسیناتوران باید د (اوټریچ خدمتونو) له لارې د کلي جوماتونه او یا هم د سیمې د قومي مخورو کورونه د واکسینونو د مرکزونو په توګه وټاکي، چې د سیمې خلک یو مشخص ځای ته د واکسینونو لپاره کوچنیان بوځي.
همدا راز یوې سرچینې ویلې، چې په بېلابېلو ولایتونو کې د سیمه ییزو اېف اېم راډیوګانو له لوري د یونسېف په مالي ملاتړ د عامه پوهاوي کمپاینونه کېدل چې طا-لبانو پرې بندیز لګولی او راډیوګانو ته د دغو اعلانونو لپاره ورکړل کیدونکې بودجه اوس د عامه پوهاوي په نوم د جوماتونو امامانو ته ورکول کېږي.
د ګوزڼ یا کوچنیانو د فلج نړۍوال بنسټ په خپل وروستي راپور کې ویلي چې روان کال په ټول افغانستان کې د پولیو ۲۳ پیښې ثبتې شوې دي چې ډېری هغه یې په ننګرهار ولایت کې دي او وروستۍ درې هغه یې په کندهار کې ثبتې شوې.
د واکسین د برخې د کارکوونکو په وینا؛ په کلیوالیو سیمو کې خلک د کلتوري روایتونو او عامه پوهاوي د نه شون له امله په اسانۍ نه حاضریږي، څو خپلو کوچنیانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکې ورکړي.
په وروستیو کلونو کې د ګوزڼ ناروغي په ډېری هېوادونو کې له منځه تللې ؛خو افغانستان او پاکستان لا هم د دې ناروغۍ لپاره خطرناکې سیمې بلل کېږي.
ګوزڼ یا پولیو یوه وایروسي ناروغي ده چې د کوچنیانو عصبي سیسټم ته زیان رسوي او د فلج سبب کېږي. دغه ناروغي له ماشومانو پرته لویانو ته هم لېږدیدای شي ؛خو کچه یې خورا کمه ده.