اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

نیکلاسن: اسلامي امارت باید د خلکو حقونو ته درناوی وکړي

دید خبرې آژانس: افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن د افغانانو حقونو ته درناوی او د نړۍوالو پر وړاندې د خپلو مسوولیتونو ترسره کول د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې لپاره اساسي شرایط بللي دي.

توماس نیکلاسن له طلوع‌نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، د افغانستان د اوسني وضعیت حل لاره باید په همدې هېواد کې ولټول شي.

توماس نېکلاسن و ویل: « زه پر دې باور یم چې د اوسني وضعیت حل لاره باید په افغانستان کې دننه ولټول شي او دا چاره یوازې هغه وخت شونې ده چې، حکومت د افغانستان خلکو ته درناوی وکړي او خپل نړۍوال مسوولیتونه ترسره کړي، څو د اړیکو عادي کېدو او په پای کې د رسميت پېژندنې لاره هواره شي.»

ښاغلی نیکلاسن زیاتوي، چې په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې سرپرست حکومت د ښځو د زده کړو د حق تامین، د حکومتولۍ د ډول او د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغانستان له خاورې د کارونې په برخو کې پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.

هغه وایي، دا چې څوک باید افغانستان رهبري کړي، دې برخه کې باید اروپایي ټولنه او نور هېوادونه لاسوهنه ونه کړي.

افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازي زیاته کړه: « زه په دې اړه له هغوی سره موافق یم، چې اروپايي ټولنه یا کوم بل لوري باید په دې تړاو لاسوهنه ونه کړي چې څوک باید افغانستان رهبري کړي. خو راځو د کورني مشروعیت موضوع ته چې، دا یوازې د افغانانو لپاره نه، بلکې د نړۍوالې ټولنې لپاره هم مهمه ده، څو له نړۍوالې ټولنې سره د نږدې اړیکو زمینه برابره شي.»

توماس نېکلاسن دغه راز په خپلو خبرو کې وایي، اروپايي ټولنې په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې افغانستان سره ۱.۶ میلیارده یورو بشري مرستې کړې دي.  

توماس نېکلاسن و ویل: « موږ افغانستان ته د بشري مرستو پر برابرولو تمرکز لرو. دا مرستې په ۲۰۲۱کال کې  له ۷۵۰ میلیونه یورو پیل شوې، چې تر ډېره پر بنسټيزو اړتیاوو تمرکز لري. په ټوله کې موږ په تېرو درېیو کلونو کې افغانستان ته ۱.۶ میلیارده یورو بشري مرستې برابرې کړې دي.»

تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي کابل ته په خپل پنځه ورځني سفر کې د اسلامي امارت له چارواکو سره پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې وې.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا