Uncategorizedاسلایدشوافغانستانراپور

اسلامی امارت: له بېلابېلو هېوادونو سره اړیکې لرو

دید خبرې آژانس: اسلامي امارت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هغه څرګندونې چې ګواکې سرپرست حکومت په انزوا کې دی، ردوي او وايي، سرپرست حکومت دمګړۍ هم له ګڼو هېوادونو سره په اړیکه کې دی.

په سوریه کې د نظام بدلون د دې لامل شوی چې د یو شمېر هېوادونو چارواکي یو ځل بیا د افغانستان پر مسألې وغږېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن ویلي دي چې سرپرست حکومت د واکمنېدو په لومړیو ورځو کې د ځان په تړاو یو منځلاری تصویر وړاندې کړ، خو وروسته یې خپله تګلاره بدله کړه.

د بلینکن پر باور، همدا تګلارې د سرپرست حکومت د انزوا لامل شوې دي. 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: «طا-لبانو د افغانستان د نیولو پر مهال یوه منځلارې څېره وښوده، یا لږ تر لږه هڅه یې وکړه او وروسته یې اصلي څېره راښکاره شوه. پایله یې دا شوه چې په ټوله نړۍ کې په وحشتناکه توګه منزوي شول.»

خو اسلامي امارت د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر د خبرو په غبرګون کې وايي چې سرپرست حکومت په انزاوا کې نه دی.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال د سرپرست حکومت سیاسي او اقتصادي اړیکې له نړۍ سره د تعامل نښه ګڼي او زیاتوي چې اسلامي امارت د دوحې هوکړې پر ژمنو ولاړ پاتې دی.

د امارت اسلامي د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت  په دې اړه وايي: افغانستان په انزوا کې نه دی او اوس مهال موږ له هېوادونو سره ډيپلوماټیکې او سوداګریزې او اقتصادي اړیکې لرو. په بېلابیلو هېوادونو کې فعالې سیاسي استازولۍ لرو، همدا راز د نړۍ له مهمو هېوادونو سره مو په لوړه کچه پلاوي تبادله شوي دي. دوحه کې چې موږ کومې ژمنې کړې دي هغه پلې شوي او موږ ورته پابند یو.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم امریکا او اسلامي امارت یو بل د دوحې تړون پر نقض تورن کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button