اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

جان هېلي: د افغانانو د بیا میشتونې پروګرام به بالاخره وتړل شي

دید خبرې آژانس: د بریټانیا دفاع وزیر جان هېلي وايي، چې په تېرو ۱۲ میاشتو کې له زروډېرو افغان مستحقو کورنیو ته بریتانیا کې هرکلی ویل شوی، خو زیاتوي چې دا پروسه “بې پایه” نه شي پاتې کېدای.

جان هېلي دغه راز وویل چې له پسرلي به د دایمي کور تر موندلو بریتانیا ته ورتلونکي کسان په لنډمهالو استوګنځایونو لکه هوټلونو کې تر ۹ میاشتو پورې وخت تېروي.

هېلي د چارشنبې په ورځ د بریټانیا پارلمان ته په لیکلي ډول وویل، « په تېرو ۱۲ میاشتو کې موږ په میاشت کې شاوخوا ۹۰ مستحقې کورنۍ منلې دي او تمه لرو چې دا شمېر دوام وکړي».

هغه زیاته کړه، چې « په پای کې حکومت غواړي د بریتانیا د افغانانو د بیا مېشتېدو پروګرامونه بند کړي. موږ به په دې اړه پارلمان ته نور جزئیات وړاندې کړو. موږ د دې مهم پروګرام په پلیتابه کې د حکومتي ادارو د همکارۍ منندوی یو او په نوي کال کې به په دې تړاو نور معلومات شریک کړو».

سټنډرډ رسنۍ وايي، له ۲۰۲۱ کال راهیسې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، زرګونه افغانان د دې پروګرامونو له لارې بریتانیا ته تللي دي.

د افغان وګړو د بیا مېشتونې پلان (ACRS) په رسمي ډول د ۲۰۲۲ کال په جنوري کې پرانېستل شو. د هغه مهال محافظه‌کار حکومت ژمنه وکړه چې په راتلونکو کلونو کې به تر ۲۰ زرو پورې کسان ځای پر ځای کړي.

بل جلا پروګرام، چې د افغانانو د ځای پر ځای کولو او مرستې پالیسۍ (Arap) نومیږي، هغو افغانانو او د هغوی کورنیو ته ځانګړی شوی و چې د طالبانو له واکمنۍ وړاندې یې د بریتانیا له حکومت سره کار کړی و.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا