روسیې له طا-لبانو سره د اړیکو عادي کولو لپاره قانون تصویب کړی
دید خبرې آژانس: رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې، د روسیې پارلمان تېره ورځ، د افغانستان له سرپرست حکومت سره د اړیکو د عادي کولو په پار یو قانون تصویب کړی دی.
د راپور پر بنسټ، تصویب شوی قانون د روسیې سترې محکمې ته اجازه ورکوي چې، د مسکو له لوري په تور نوملړ کې د شاملو ډلو بندیزونه وځنډوي.
د رویټرز د دغه راپور په یوې برخه کې ویلي:«د روسیې پارلمان د سېشنبې په ورځ یو قانون تصویب کړ چې، محکمو ته اجازه ورکوي، پر هغو ډلو بندیزونه چې، د مسکو له لوري د ترهګرو سازمانونو په توګه معرفي شوي وځنډوي او له افغان طا-لبانو سره د اړیکو عادي کولو ته لار هواره کړي.»
کابل ته د روسیې د ملي امنیت شورا د عمومي منشي په مشرۍ، کابل ته د روسي پلاوي تر سفر وروسته، د دغه هېواد پارلمان د روانې هجري لمریزې میاشتې په شلمه نېټه یوه لایحه تصویب کړه چې، له تور نوملړه یې د اسلامي امارت د نوم لرې کولو امکان برابر کړ. هغه اقدام چې، سرپرست حکومت یې د روسیې او اسلامي امارت ترمنځ د اړیکو د پراخولو لپاره مهم ګام وباله.
تر دې مخکې، د منځنۍ اسیا دوو هېوادونو قزاقستان او قرغېزستان هم سږ کال د اسلامي امارت نوم د ترهګرو ډلو له نوملړه ایستلی دی.