اسلایدشوافغانستانتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

وارن ډېویډسن افغانستانه د الوتنو د ځنډېدو په اړه له بلېنکن څخه معلومات وغوښتل

دید خبرې آژانس: د امریکا د کانګرس جمهوري غوښتونکي غړي وارن ډېویډسن او د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن ترمنځ په ۲۰۲۱ کې د طا-لبانو له بیا ځلې واکمنېدو وروسته د مزار شریف له هوایي ډګر څخه د هغو الوتنو پر سر اختلاف راغلی، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یې د پرواز مخه نیولې وه.

دغو الوتکو امریکایان او افغانان له مزار شریف څخه درېیم هېواد ته لېږدول.

ډېویډسن په یوه لیک کې چې فاکس نیوز ترلاسه کړی ادعا کړې، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مزار شریف له اډې څخه د خلکو د وتلو مخه نیولې ده.

ډېویډسن وویل: «زه د هغو امریکایانو چې ابي پاسپورټونه یې لرل ایمیلونه او انځورونه لرم، چې د مزارشریف هوايي ډګر کې د وتلو لپاره چمتو وو. هغوی ته اجازه ورکړل شوې وه چې خوندي درېیم هېواد ته ولاړ شي، مګر د امریکا حکومت له لوري امر راغی، چې الوتنې دې وځنډول شي. ایا دا د بهرنیو چارو وزارت و؟»

د راپورونو له مخې، د امریکایانو په شمول شاوخوا ۱۰۰۰ کسان د مزار شریف اډه کې خپلو الوتنو ته په تمه وو، چې یوه امن هېواد ته ولاړ شي.

د الوتنو یوه تنظیم کوونکي رویټرز ته ویلي و، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د الوتنو او د الوتکو ناستو په اړه په همغږۍ کې پاتې راغلي وو.

په لیک کې ډېویډسن ادعا کړې، چې کله هغه د بهرنیو جارو زوارت سره په خبرو کې و، یوه چارواکي دې ته اشاره وکړه، چې له یوې څخه ډېرو الوتنو د الوتنې اجازه نه وه ترلاسه کړې.

ډېویډسن تېره اونۍ له بلېنکن څخه وپوښتل: “ایا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د مزارشریف له هوایي ډګر څخه د امریکایي وګړو د وتلو مخه نیولې؟”

انټوني بلېنکن یې په ځواب کې وویل:‌ «بلکل، نه.»

ډېویډسن ځواب ورکړ: «تاسو پوهېدی چې بندې دي!»

انټوني بلېنکن وویل: «زه به خوشحاله شم که له تاسو په دې اړه شواهد وګورم. زه د کوم امریکایي د الوتنې د بندېدو په اړه نه پوهېدم.»

ډېویډسن وویل: «زه د هغو امریکایانو چې ابي پاسپورټونه یې لرل ایمیلونه او انځورونه لرم چې د مزارشریف هوايي ډګر کې د وتلو لپاره چمتو وو. هغوی ته اجازه ورکړل شوې وه چې خوندي درېیم هېواد ته ولاړ شي، مګر د امریکا حکومت له لوري امر راغی چې الوتنې دې وځنډول شي. ایا دا د بهرنیو چارو وزارت و؟»

هغه ټینګار وکړ، چې د بهرنیو چارو وزارت هېڅکله هم د امریکایانو یا افغانانو د وتلو مخه نه ده نیولې.»

هغه زیاته کړه، هر هغه امریکایي وګړي چې غوښتل یې له افغانستان څخه ووځي ورته زمینه برابره شوې وه.

د جمهوري غوښتونکو د ادعا له مخې، د بایډن ادارې د وتلو لپاره کوم واضیح پلان نه درلود چې له امله یې امریکایان او افغانان په خطر کې شول.

تېره اونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو په کمېټه کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په تړاو شاهدي ورکړه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا