سیاف طا-لبانو ته: د خپل منځي اختلافاتو د له منځه وړلو یوازنۍ لاره خبرې دي
دید خبرې آژانس: د افغانستان پخوانی جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف وايي، د خپل منځي اختلافاتو له منځه وړلو او سولې ته د رسېدو یوازینۍ لاره خبرې اترې پیلول دي. سیاف په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي چې «خدای دې د ټولو اړخونو ذهنونه خلاص کړي.»
په ترکیه کې مېشت د افغاستان پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف پرون سې شنبې « د لیندۍ ۲۷مه» په خپله اېکس پاڼه کې یو ځل بیا په غیر مستقیم ډول طا-لبان د سولې خبرو ته بللي دي.
له دې وړاندې سیاف ویلي چې خدای دې په افغانستان کې داسې یو حاکمیت رامنځته کړي چې ټول وګړي پکې خپل حقوق او وجایب وپېژني.
نوموړي په خپل پیغام کې طا-لبانو ته په اشارې سره ویلي، چې دا وضعیت به ډیر ژر بدل شي.
د تېر حکومت چارواکو او د عبدالرب رسول سیاف په ګډون ډېر شمېر جهادي مشرانو په وار – وار په طا-لبانو غږ کړی، چې باید په افغانستان کې ټولګډونه حکومت رامنځته کړي، دا هغه څه دي چې نړیوال یې هم له طا-لبانو غواړي.
خو طالب چارواکي بیا د دغو غوښتنو په غبرګون وایي، چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او ټول کولی شي په بشپړ امنیت کې په هېواد کې ژوند وکړي، خو هېچا ته په نظام کې برخه نه ورکوي.