اصف: د افغانستان او پاکستان اړیکې به ډېر ژر عادي کیږي
دید خبرې آژانس: د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف د افغانستان او پاکستان د اړیکو ښه کیدو ته هیله مندي ښودلې او ویلي دي چې، ډېر ژر به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې عادي حالت را وګرځي.
خواجه محمد اصف له پاکستاني رسنیو سره خبرو کې زیاته کړې چې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د عادي کولو لپاره له هغو هېوادونو سره کار کوي چې له پاکستان او افغانستان سره پیاوړې اړیکې لري.
د پاکستان دفاع وزیر، خواجه محمد اصف ویلي: « موږ له هغو هېوادونو سره کار کوو چې، له پاکستان او افغانستان سره پیاوړې اړیکې لري، څو د اړیکو له عادي کولو په برخه کې مرسته وکړي. باور لرم چې د ترینګلتیاو کچه به راکمه شي او ژر به د دواړو هېوادونو وضعیت عادي شي.»
د پوځي چارو شنونکي، یوسف امین ځاځي و ویل: « زه نظر دا دی چې، فرضي کرښې دواړو غاړو خلکو ته چې د افغانستان او پاکستان خلک ډېر ګډ مشترکات لري، واک ورکړي څو جرګه وکړي او د اړیکو د ښه کېدو پرېکړه وکړي.»
د پاکستان دفاع وزیر دغه راز ټي ټي پي د افغانستان او پاکستاني تر منځ اړیکو کې یوازينۍ خنډ بللی او ویلي یې دي چې، دغه مسله یې، له افغان حکومت سره شریکه کړې ده.
تر دې وړاندې هم د پاکستان ځینو سیاسي او پوځي چارواکو ادعا کړې وه، چې ټي ټي پي د افغانستان له خاورې د پاکستان ضد فعالیتونه ترسره کوي، هغه ادعا چې د افغانستان سرپرست حکومت بې بنسټه بللې ده.
د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې نښتو، د دغه هېواد پر وړاندې د افغانستان له خاورې د کار اخیستو په تړاو د پاکستاني چارواکو ادعاو او له درېیو کلونو راهیسې د پاکستان له لوري د افغان کډوالو د اېستلو مسلې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اړیکو سیوری غوړولی دی.