اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

میاخېل: د طا-لبانو خپلمنځي اختلافات افغانستان د نیابتي جګړو په ډګر بدلوي

دید خبرې آژانس: د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل ویلي، چې طا-لب چارواکي هڅه کوي د خلیل حقاني وژنه عادي پېښه وګڼي، خو دا عادي پېښه نه ده، بلکې د طا-لبانو د خپلمنځیو اختلافاتو بېلګه ده.

د طا-لبانو د کډوالو چارو وزیر خلیل حقاني د چهارشنبې په ورځ د لېندۍ په ۲۱مه په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو، چې د دغه برید پړه داعش ډلې پر غاړه اخیستې ده.

خو له کابل څخه باوري سرچينو ويلي، چې د طا-لبانو استخباراتو د کډوالو چارو وزارت دوه کارکوونکي د دغې ډلې د کډوالو چارو د وزير خليل الرحمان حقاني په وژنه کې د لاس لرلو په تور نيولي دي.

تر اوسه د دغو کسانو د هويت په اړه څه نه دي ويل شوي.

په دغه برید کې د خلیل الرحمن حقاني تر څنګ لږ تر لږه شپږ نور کسان هم وژل شوي دي.

د جمهوري حکومت د دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل ویلي: «طا-لبانو په تېرو دوه او درېیو لسیزو کې له بېلابېلو جنایي او ترهګریزو ډلو سره یو ځای د افغانستان د حکومت په وړاندې جنګ کړی دی، نو د دوی لپاره ستونزمنه ده، چې خپل صفونه تصفیه کړي، باوري سرچینې دا وایي، چې د دغه صفونو د تصفیې په لړ کې د طا-لبانو زرګونه کسان بندیان شوي او دا په خپله ښیي، چې د طالبانو په منځ کې مختلفې ډلې شتون لري».

ښاغلی میاخېل وایي؛ څومره طا-لبان چې خپله د طا-لبانو حکومت بندیان کړي دومره جمهوریت هم نه وو بندیان کړي.

د نوموړي په وینا، که حالات دغه ډول دوام وکړي نو افغانستان د نیابتي جګړو په ډګر بدلېدونکی دی.

یاده دې وي، چې خلیل الرحمان حقاني د جهادي مشر (جلال الدین حقاني) ورور او د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني تره وو، چې د طا-لبانو د حکومت له پېل تر مرګ د ګډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سر پرست وزیر ووږ

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا