د کرېکټ بورډ مشرتابه او ځیني لوبغاړي د حقاني د فاتحې لپاره پکتیا ته تللي
دید خبرې آژآانس: د افغانستان د کرېکټ بورډ مشر میرویس اشرف په ګډون نن دوشنبه د ( لیندۍ ۲۶مه) د دغې ادارې یو شمېر کارکوونکي او د کرېکټ ملي لوبډلې ځيني لوبغاړي پکتیا ته د خلیل الرحمن حقاني د فاتحې لپاره تللي دي.
تر دې وړاندې د طا-لبانو حکومت ځینې مشران او د افغانستان د شعیه ټولنې استازي دغې فاتحې ته له کابله پکتیا ته ورغلي وو.
په هغو انځورونو کې چې په خواله رسنیو کې خپاره شوي د کرېکټ ملي لوبغاړو له ډلې قیس احمد او شرف الدین اشرف تر څنګ د ملي لوبډلې روزنکی رییس احمدزي هم د فاتحې کوونکو په دغې ډله کې شامل دی.
په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېدونکو انځورونو کې ښکاري چې د طا-لبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د فاتحې په دغو مراسمو کې نشته او د کرېکټ بورډ دغه غړو د هغه د کورنۍ یوه بل غړي ته فاتحه کړې ده.
همدا راز یو شمېر چینايي سوداګر هم پکتیا ته د خلیل الرحمن حقاني د فاتحې مراسمو ته ورغلي دي.
خلیل الرحمن حقاني چې د طا-لبانو د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت وژل مخکنی وزیر و، پنځه ورځې وړاندې په یو ځانمرګي برید کې ووژل شو.
د حقاني شبکې د رهبرۍ د دغه غړي فاتحې ته د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو تر څنګ د ځینو بهرنیو هېوادونه خلک هم ورغلي؛ خو د طا-لبانو مشر ملا هیبتالله نه یوازې دا چې د هغه په جنازه کې ګډون یې ونه کړ بلکې لا تر اوسه یې په فزیکي توګه د نوموړي کورنۍ ته فاتحه هم نه ده کړې.