اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

عزیزي د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د شویو ژمنو پر عملي کېدو ټینګار وکړ

دید خبرې آژانس: د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي، په کابل کې د قزاقستان له نوي سفیر گزیز اکباسوف سره کتلي دي.

په دې کتنه کې د قزاقستان سفیر د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سرپرست سره د خپل هېواد د مشرتابه پیغام او له افغانستان سره یې د اړیکو پر لا ټینګښت او پراختیا د هغوی ټینګار شریک کړی او همدا رنګه د افغانستان د کانونو او ټرانسپورټ په برخو کې یې پانګونې ته د یاد هېواد لېوالتیا څرګنده کړې ده.

دغه راز په کتنه کې، کابل ته د قزاقستان د لوړپوړي پلاوي د راتلونکي سفر او پروګرامونو په اړه خبرې شوې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست هم په خپلو خبرو کې، د افغانستان او قزاقستان د ترسره شویو ژمنو پر عملي کېدو ټینګار کړی او یو تخنیکي ټیم یې کابل ته د قزاقي پلاوي د سفر د تیاريو لپاره مؤظف کړی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا