اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

طا-لبانو به د هرې ادارې یو مامور د امام په توګه ټاکي

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو تر واک لاندې د احصايې ملي ادارې په یوه مکتوب کې چې د لیندۍ په ۲۰مه نېټه خپور شوی له دولتي ادارو غوښتي چې په هره اداره کې یو کارکوونکي ته دې مسوولیت وسپارل شي، چې په اړونده اداره کې د تبلیغ تر څنګ د امامت او اذان مسوولیت په غاړه واخلي.

په دغه مکتوب کې لیکل شوي چې دغه دولتي‌ کارکوونکی به خپله اصلي دنده هم مخته وړي.

په خپاره شوي مکتوب کې دا هم ویل شوي چې د طا-لبانو د کابینې د پرېکړې له مخې دغه چاره ترسره کېږ‌ي او دا مسوولیت باید هرې دولتي اداره کې یوه دیني عالم ته وسپارل شي.

د دې پرېکړې له مخې، ټاکل کېدونکی موذن او امام به د خپلو دیني فعالیتونو راپور د طالبانو د دعوت او ارشاد مرکزي دفتر ته هم ورکوي.

په دې مکتوب کې له وزارتونو، لویو ریاستونو او د ولایتي ادارو تر څنګ له ټولو دولتي ادارو غوښتل شوي چې ژر تر ژره دې یو تن دوی ته په رسمي توګه تر مسوولیت منلو وروسته ور وپېژني.

طا-لبانو تر دې مخکې په دولتي ادارو کې له کارکونکو د دیني علومو ازموینې اخیستې او د ږیرو اوږدول یې هم پرې جبري کړي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا