اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

دوه پخواني رقیبان د فاتحې پر ټغر یوځای سره کښېناستل

دید خبرې آژانس: د ولسي جرګې پخوانی غړی او د پکتیا والي پاچا خان ځدراڼ د یکشنبې په ورځ د لیندۍ پر ۲۵ مه په ګرده څیړۍ ولسوالۍ کې د سراج الدین حقاني استوګنځي ته ورغی او د هغه د تره د فاتحې لپاره یې لاسونه پورته کړل.

د طا-لبانو اړوند سرچینې وايي، چې پاچا خان ځدراڼ په سرانه کلي کې د هغه استوګنځي ته ورغلی و او د حقاني د کورنۍ غړو ته یې په ځانمرګي برید کې د خلیل حقاني د وژل کېدو له امله تسلیت ووایه.

پاچاخان ځدراڼ د حقانيانو پخوانی سیمه ییز رقیب ګڼل کیږي او څه موده وړاندې یې طا-لبانو له دې امله کور ونړاوه چې پر غصب شوې ځمکه اباد و.

په ۲۰۰۱ کال کې د طا-لبانو له ماتې او د حامد کرزي په مشرۍ د نوې لنډمهالې ادارې په راتګ سره د ځدراڼو له قبیلې نه پاچاخان ځدراڼ د یوې مطرحې څېرې په توګه رامخکې شو، خو له کورني او بهرني ملاتړ سره سره یې د حقانيانو ځای ونه نیوه.

کرزي په لومړیو کې نوموړی د پکتیا د والي په توګه وټاکه، خو د پکتیا ولایتي شورا او قومي مشرانو ځدراڼ ولایت ته ور پرېنښود ځکه پر ده تور و، چې سي آی اې ته یې غلط معلومات ور کړي وو او خپل هغه سیال قومي مشران یې د امریکایانو په الوتکو ووژل چې د منځمهالې ادارې د نوي مشر حامد کرزي د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره کابل ته روان وو. په دې کسانو کې د حقاني د کورنۍ غړي هم وو.

امریکایانو له ټولو تورونو او شکایتونو سره پاچاخان ځدراڼ له لاسه نه ورکاوه، ځکه هغه د خوست، پکتیا او پکتیکا په ځدراڼ میشتو ولسوالیو کې نفوذ درلود او د حقاني شبکې او القاعدې د جنګیالیو په نیولو کې یې مرسته ورسره کوله.

د ایتلافي ځواکونو قوماندان جنرال ډان مک نیل هغه مهال په دې باور و، چې ترڅو پاچاخان ځدراڼ ددوی د کمپاین پر وړاندې خنډ نه وي او په جګړه کې ددوی همکار وي، دوی یې پر وړاندې قدم پورته کولو ته اړتیا نه ویني.

کله چې حامد کرزي د پکتیا لپاره رازمحمد دلیلي د نوي والي په توګه وټاکه، ځدراڼ وګواښه چې ولایت ته ور نه شي. ځدراڼ قومي مشرانو ته هم خبرداری ورکړی و، چې که دده ملاتړ ونه کړي امریکايي الوتکې به پسې را والوزوي.

پاچاخان ځدراڼ د حامد کرزي ددورې په لومړنیو کلونو کې په جنوب ختیزو ولایتونو کې جنجال پاروونکې څېره ګڼل کېده، خو په وروستیو کلونو کې نوموړي له سیاست نه ځان ګوښه کړی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا