اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

په سمنګان کې د ډبرو سکرو کان نړېدو: ۳۵ تنه په کان کې بند پاتې دي

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې په سمنګان ولایت کې د ډبرو سکرو د یوه کان د نړېدو له امله په کان کې ۳۵ تنه کارګر بند پاتې دي.

د اتلس ساعتونو په تېریدو سره لا هم د ژغورونکو ډله د یادو کسانو په ژغورلو نه ده توانېدلې.

دغه اژانس د یکشنبې په ورځ د (لیندۍ ۲۵مه) د یوې ویډیو په خپرولو سره د ځايي سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې د سمنګان ولایت د لاندې دره صوف ولسوالۍ په سپین خاک سیمه کې د ډبرو سکرو د یوه کان نړېدو له امله په کان کې ۳۵ کسان بند پاتې دي.

طا-لبانو ویلي، چې یاده پېښه تېره شپه شپږ بجې رامنځته شوې او په کان کې د ایسارو کارګرو د ژغورنې عملیات یې پیل کړي دي.

باختر اژانس ویلي، چې د پېښې سیمې ته د لومړنیو روغتیايي خدمتونو ډله او امبولانسونه رسېدلي او په کان کې د ایسارو کارګرو د ژغورلو عملیات دوام لري.

د راپورونو له مخې، د اتلس ساعتونو په تېریدو سره لا هم ژغورنډله په کان کې د بندو پاتې کارګرانو په ژغورلو نه ده بریالۍ شوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا