۲۰۲۴ کال د افغان ماشومانو لپاره “بې رحمه” کال دی
دید خبرې آژانس: د ماشومانو د خوندیتوب اداره وايي، چې په افغانستان کې اقتصادي بحران، پرله پسې وچکالي او سېلابونو په دغه هېواد کې د ماشومانو ژوند اغېزمن کړی دی. دغه سازمان ۲۰۲۴ کال د افغان ماشومانو لپاره «بې رحمه» کال بللی دی.
د ماشومانو د خوندیتوب سازمان پر اېکس د یوې ویډیو په خپرولو سره د افغان ماشومانو د ملاتړ غوښتنه کړې ده.
دغه سازمان لیکلي: «اقتصادي کړکېچ، وچکالي او پرله پسې سېلابونه د دې لامل شوي چې ماشومان د خوړو په برخه کې له بد حالت سره مخ شي. له موږ سره مرسته وکړئ چې افغان ماشومانو ته هیله ورکړو.»
د ماشومانو د ژغورنې سازمان تر دې مخکې په افغانستان کې د اقلیم د بدلون له امله د رامنځته کیدونکي بشري ناورین په اړه خبرداری ورکړی و او ویلي یې وو، چې یوازې د روان کال په لومړیو کې په دغه هېواد کې د اقلیم له امله ۳۸ زره کسان چې نیمايي یې ماشومان دي بې ځایه شوي دي.
په افغانستان کې ماشومان له ګڼو ستونزو سره مخ دي. د ماشومانو د حقونو د بنسټ د درجه بندۍ له مخې افغانستان په ۲۰۲۳ کال کې د ماشومانو لپاره د نړۍ په درېیو بدو هېوادونو کې و.
د ماشومانو د خوندیتوب ادارې مخکې ویلي وو، چې افغان ماشومان به د خپل ژوند په اوږدو کې د نن ورځې د ۶۰ کلنو په پرتله پنځه چنده زیات د وچکالۍ له اغیزو اغیزمن شي.